لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کډوال څوک په زوره نشي ويستی، يُو اېن اېچ سي ار


Afghan Refugees Camp in Islamabad
Afghan Refugees Camp in Islamabad

د ملګرو ملتونو د ګډوالو اداره يو اېن ايچ سي ار وايي ادارې سره رجسټرډ افغان کډوال څوک هم په زوره د ملک نه نشي ويستی.

د متحده قومي مومنټ پاکستان ډلې لخوا په قامي اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کړی شوی چې په پاکستان کې موجود افغان کډوال دې په ملک کې د سر شميرنې د عمل نه وړاندې بيرته خپل هېواد ته وليږل شي.

پاکستان کې د يو اېن ايچ سي ار وياند قېصر افريدی وايي کډوالو ته تحفظ حاصل دی او څوک يې په زور نشي بهر کولی، ډيوه ريډيو سره په خبرو کې نوموړي وویل،

"چې چا سره پروف اف رجسټريشن کارډ وي يعني هغوي ته انټرنيشنل پروټيکشن ميلاؤ شوې وي دغه خلکو ته مونږه ريپیوجيز (کډوال) وايو، دغه قسمه خلک چې دي هغوي حکومت په زور نه شي ويستې ".

هغه زياته کړه د پاکستان حکومت رجسټرډ افغان کډوالو ته د روان کال اخره پورې په ملک کې د پاتې کېدو قانوني اجازه ورکړې ده.

د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند زاهد خان وايي اېم کيو اېم خو پخپله د بنګله ديش نه خلک راولي دلته يي دېره کوي نو د افغانانو په اړه اېم کيو اېم څوک ده چې د کډوالو ويستو خبره کوي، افغان کډوال ته د ملګرو ملتونو دلته د پاتې کېدو حق ورکړی

" د اېم کيو اېم سره چې کوم حالات شروع شوي دي، د هغې نه وروستو داسې مسلې رامخې ته کوي چې خلک په خپل مينځ په جنګ شي ".

زاهد خان وويل اېم کيو اېم ډله چې اکثريت يې په کراچۍ کې دی او کراچۍ د پښتنو هم تر ټولو غټ ښار دی نو که پښتانه هلته راپاسي چې اردو ژبي مهاجر دې بيرته هند ته لاړ شي نو بيا به څه دوي څه کوي .

هغه وويل پکار ده چې اېم کيو اېم ډله د دغه ډول بيانونو څخه ډ ډه وکړي.

اېم کيو اېم پاکستان ډلې په قامي اسمبلۍ کې وړاندي کړي خپل قراداد کې ويلي چې پاکستان کې افغان کډوال د ۲۰ نه تر ۲۵ لاکو پورې موجود دي، او دوي د ملک په اقتصاد باندې بوج دي او د ملک د امن دپاره خطر جوړ شوي دي.

ولې د ملګري ملتونو د ادارې تر مخه دا وخت په پاکستان کې ۱۳ لاکه رجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي،او تير کال ۲۰۱۶ کې درې لاکه او ۷۰زره کډوال بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

بل لور ته د پاکستان حکومتي ادارو په خپله منلې ده چي په ملک کې ميېشت افغان کډوال يواځي يو فيصد په جرمونو کې ککړ دي، دغه شمېره د دروان کال په وړومبۍ مياشت کې د خيبر پښتونخوا د صوبائي حکومت ډائريکټريټ اف پراسيکيوشن يا (څارنوالۍ) او پوليس محکمې لخوا خپره شوې وه.

د فرورۍ په ۲۲ نيټه پاکستان کې د ردالفساد په نوم عمليات پېل کړی شوي چې پکې تر اوسه پورې د سلګونو په شميره کې د مشکوکو خلکو نيولو ادعا وې شوي دي.

او داسې راپورونه وخت په وخت خپريږي چې په نيول شوو کې افغان کډوال هم شامل دي ولې د دوي کره شمېره تر اوسه نه ده ښکاره کړې شوې.

پاکستان کې افغان کډوال د تېرو ۳۰ کالو نه د زياتې مودې راهسې ژوند کوي خو تراوسه پورې د غير رجسټرډ کډوالو کره شميره هم نه ده معلومه کړی شوې.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د روانې مياشتې د ۱۵م نېټې نه وروستو به په ملک کې سرشمېرنه پېل کيږي او نزدې ۱۹ کاله وروستو کېدونکې د سرشمېرنې عمل به په دوه پړاؤنو کې سرته ورسول شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG