لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چترال: د واورې کمر خوېدو پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي


French aircrafts of the Patrouille de France spray colored smoke during a performance on the opening day of the Dubai Airshow in Dubai, United Arab Emirates.
French aircrafts of the Patrouille de France spray colored smoke during a performance on the opening day of the Dubai Airshow in Dubai, United Arab Emirates.

د خېبرپښتونخوا صوبې په شمالي سیمه چترال کې د واورې د کمر خوېدو پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږترلږه ۱۳ کسان مړه شوي او د څو نورو مالومولو دپاره امدادي کارونه روان دي.

د چترال ضلعې د چارواکو په وینا د واورې کمر د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې د کریم اباد علاقې په شېرشال نومې کلي کې راخوېدلی او څو کورنه يې لاندې ګېر کړي دي.

د چترال سکاؤټس کمانډر کرنل نظام الدین رسنیو په خبرو کې ویلي تراوسه پورې د واورې لاندې ګېر خلکو کې ۱۳ مړي راویستل شوي او د نورو راویستو دپاره امدادي کارونه روان دي.

خو د قدرتي افتونو د انتظام صوبايي ادارې (پي ډي اېم ای) ویاندې شیما ایوب وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په خبرو کې پېښه کې د نهه کسانو د مړينې پخلی کړی او ویلي يې دي تراوسه پورې د واور نه نهه مړي راویستل شوي دي.

د امدادي کارونو په اړه شیما وویل پولیس ، سکاؤټس او ځایي خلک په امدادي کارونو کې بوخت دي او صوبايي ادارې مرکزي ادارې (اېن ډي اېم ای) نه هیلي کاپټرغوښتی دی او هیلي کاپټرتیار دی خو د خراب موسم له وجې هیلي کاپټر پرواز نشي کولی.

هغې وویل چې څنګه هم موسم ښه کيږي هيلي کاپټر به مرستو له لېږلی شي او خلکو ته به امداد هم ورسول شي.

هغې وویل د کلي خلکو ته يې د وړاندې نه خوندي ځای ته د منتقل کېدو ویلي او نزدې ۱۵ کورنۍ د کلي نه وتلې وې، خو په شپږ یا اته کورونو کې خلک پاتې وو او هغه د واورې لاندې ګېر شوي دي.

د موسمیاتو محکمې نن هم په چترال او خېبرپښتونخوا برنو علاقو په دمې دمې سره د باران، په غرونو د واورې کېدو او غرونو خوېدو اندېښنه څرګند ه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG