لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قانون جوړولو نه، عملي کولو ته اړتیا لري


د یوې اندازې ترمخه سندهـ صوبه کې نزدې ۴۰ لاکه ماشومان خوارۍ مزدروۍ کوي او په دوي کې یواځې پینځه لاکه په کراچۍ ښار کې دي.
د یوې اندازې ترمخه سندهـ صوبه کې نزدې ۴۰ لاکه ماشومان خوارۍ مزدروۍ کوي او په دوي کې یواځې پینځه لاکه په کراچۍ ښار کې دي.

د پاکستان سندهـ اسمبلۍ د شورو په ورځ یو بِل پاس کړی او د ۱۴ کالو نه په کم عمرماشوم باندې خواري/ مزدوري کول یې جرم ګرځولي خو د بشري حقونو فعالان وايي قانون جوړولوته نه بلکې عملي کېدو ته اړتیا لري.

سنده اسمبلۍ کې په متفقه توګه دغه بِل منظور کړی شوی دی چې د ۱۴ کالو نه په کم عمر ماشومانو باندې څوک هم خواري مزدري نه شي کولی او د دغه قانون سرغړونه کوونکي ته به سزا ورکړی کيږي.

د بِل سرغړونه کوونکي دپاره شپږ میاشتې جېل او ۵۰زره روپۍ جرمانه مقرر کړی شوې ده.

د بِل لاندې هره اداره او کارخانه د دې پابند کړی شوې چې د ۱۴ کالو نه کم عُمر ماشوم ته به نوکري نه ورکوي او دغه ډول د ۱۴ کالو نه تر ۱۸ کالو پورې ماشومانو د مزدورۍ دپاره پکې شرطونه اېښودل شوي دي.

په صوبه کې د واکمنه حکومتي ګوند پیپلزپارټۍ سینئیر وزیر نثار کهوړو دغه بل وړاندې کړی او وزیراعلی مرادعلی شاه ویلي د ۱۸م ائیني بدلون وروستو د لېبر یا خواري کښو محکمه د صوبايي حکومت په لاس کې راغلې ده.

د ماشومانو او بشري حقونو دپاره کار کوونکې ډلې وايي نه یواځې په سندهـ صوبه بلکې په ملکي کچ هم دغه ډول قانونونه جوړيږي خو عمل پرې نه کيږي.

د ماشومانو د حقونو دپاره کارکوونکي یو خېراتي تنظیم (انیشیټر هیومن ډویلپمنټ فاؤنډېشن) مشر رانا اصف حبیب وايي دوي د سندهـ اسمبلۍ د دغه ګام هر کلی کوي خو نوموړی وايي سندهـ کې له دې وړاندې په کال ۱۹۵۵م کې د ماشومانو دپاره د دې نه ښه قانون جوړ شوی او له هغې وروستو په کال ۱۹۸۹م کې پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره نړیواله لوظنامه لاسلیک کړې خو دلته په قانون عمل نه کیږي.

وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په خبرو کې نوموړي د اوسني پاس شوي بل په اړه وویل (دا ښه خبره ده چې شپږ میاشتې سزا او ۵۰زره روپۍ جرمانه پکې شامل کړی شوې ده خو دا به څنګه عملي کیږي، صوبه کې به پرې څه ډول ګامونه پورته کولی شي څه سټراټیجي پلان ورته جوړ کړی شوی دی دلته دا سوالونه راپورته کیږي).

هغه وویل په کراچۍ کې د لاکونو په شمېره کې افغانان، برمیان او بنګالي ماشومان ژوند کوي تراوسه پورې د هغوي دپاره څه ونه کړی شو.

هغه زیاته کړه دوي ګڼي چې دغه ګام د نړیوال فشار له امله پورته کړی شوی او ملګرو ملتونو ته د ښکاره کولو دپاره يې دا بِل پاس کړو.

پاکستان کې د بشري حقونو د سازمان (اېچ ار سي پي) د سندهـ څانګې مشر اسد اقبال بټ هم وايي دوي د بِل پاس کېدو په اړوند ډېر خوشبینه ځکه نه دي چې تېر ته په کتو دلته قانون خو جوړيږي ولې عمل پرې نه کیږي.

وایس اف امریکا ‌‌ډیوه ريډیو سره په خبرو کې اسدبټ وویل دلته په نیک نیتۍ نه د مجبورۍ لاندې دغه ډول بِلونه پاس کول کيږي.

(کله چې په دوي نړیوال فشار سېوا کيږي جی اېس پي پلس ته خطره ورپېښيږي د بندېزونو سره مخ کيږي د دغه ډول بِل د لارې داسې خطرې په شا کولی شي).

نوموړي وویل که څه هم دوي په دغه قانون کې د ماشومانو په عمر تحفظات لري چې څه رنګ په ګرده نړۍ کې د ۱۸ کالو نه کم عُمر والا ماشومان ګڼل کيږي دلته دې هم داسې وشي، هغه زیاته کړه د دې باوجود دوي د بِل هرکلی کوي خو پکار ده چې عمل پرې وشي تش په نوم قانون نه وي.

اصف حبیب وايي د یوې اندازې ترمخه سندهـ صوبه کې نزدې ۴۰ لاکه ماشومان خوارۍ مزدروۍ کوي او په دوي کې یواځې پینځه لاکه په کراچۍ ښار کې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG