لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې به په وړومبي ځل د نرښځو سرشمېرنه وشي


پاکستان کې به له دې وړاندې نرښځیان، سړي یا ښځې شمارل کېده.
پاکستان کې به له دې وړاندې نرښځیان، سړي یا ښځې شمارل کېده.

د پاکستان په تاریخ کې په وړومبي ځل نرښځي د سر شمېرنې په عمل کې شامل کړی شوي، چې دې ځل له به په ملک کې په سرشمېرنه کې دوي هم شمارل کيږي.

د پنجاب صوبې ستر عدالت (لاهور هائیکورټ) مرکزي حکومت ته ویلي چې د مارچ په میاشت کې کېدونکې سرشمېرنه کې دې نرښځي هم شمار کړی شي.

شیراز ذکا نومې وکیل لاهور هائيکورټ ته په دغه اړوند خواست کړی ؤ، چې پاکستان کې تل نرښځي د سرشمېرنې نه پاتې کړی شوي او دا اندېښنه ده چې په اوسنۍ سرشمېرنه کې هم دوي د خپل بنیادي حق نه محروم وساتل شي.

عدالت د خواست اورېدنه کې د کورنو چارو وزارت او د سرشمېرنې اړونده ادارو ته امر کړی چې نرښځي دي هم په سرشمېرنه کې شمار کړی شي او حکومتي وکیل عدالت ته د دغسې کولو باور ورکړی دی.

د خېبرپښتونخوا د نرښځیانو مشره فرزانه وايي مونږ د لاهور هائيکورټ په دغه فېصله خوشحاله یُو، او د عدالت مننه کوو.

وایس اف امریکا ډيوه ریډیو سره په خبرو کې فرزانې وویل (مونږ تر ټولو زیات خوشحاله په دې یُو چې په انسانانو کې شمار شو، اول خو زمونږ دپاره نه د ښځې درجه وه او نه د سړي).

فرزانې وویل د شمېرنې سره به مونږ ته یو دا پته ولګي چې په ټول ملک کې نرښځیان څومره دي او بیا به د دوي د حقونو دپاره کار کول یا د هغوي دپاره غږ پورته هم اسان شي، او په هغه حساب به دوي خبره کوي.

شیراز ذکا ویلي د دې فېصلې وروستو به د شناختي کارډونو قامي محکمه (نادرا) چې کله دوي ته کارډونه ورکوي په هغو کې به د دوي د جنس یادګېرنه کوي. پاکستان کې به له دې وړاندې نرښځیان، سړي یا ښځې شمارل کېده.

د پاکستان د سترې محکمې په امر د روان کال مارچ په میاشت کې د سرشمېرنې کولو ویل شوي دي، په ملک کې په وروستي ځل سرشمېرنه په کال ۱۹۹۸م کې شوې وه.

د پاکستان سترې محکمې په کال ۲۰۱۲م کې په یو امر کې ویلي ؤ نرښځیان هم د نورو انسانو په رنګ حقونه لري او دوي ته دې د نورو حقونو سره په شناختي کارډ کې د خپل جنس لیکلو حق ورکړی شي.

ولې د دغه فېصلې وروستو هم پاکستانۍ ټولنه کې د نرښځیانو حال نه دی بدل شوی، فرزانه وايي اوس ورته هم په ټولنه کې په سپک او کرکې په نظر کتل کيږي.

د نرښځیانو په شناختي کارډ کې د جنس لیکلو وروستو د سعودي عرب حکومت په دوي د عمرې کولو بندېز هم لګولی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG