لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې امریکایي پوهنتون اوو میاشتې وروستو بیرته پرانیستل شوی


افغانستان امریکایي پوهنتون مطبوعاتي مسولې زبیدې اکبر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، دا پوهنتون په مکمله توګه تړلی نه وو اوپه تیرو اوو میاشتو کې ددې پوهنتون محصلینو د آنلاین ټولګیو له لارې زده کړې ترلاسه کولې.

د افغانستان امریکایي پوهنتون چارواکي وایي چې دا پوهنتون له اوو میاشتو تړل کیدو وروسته نن د شنبې په ورځ بیرته د محصلیونو پر مخ پرانیستل شو.

د تیر کال اګست په څلورویشتمه نیټه یو ډله ځانمرګوبریدکونکو افغانستان کې امریکایي پوهنتون باندې ډله ایز بریدونه وکړل چې له امله یې د پوهنتون د استادانو او محصلینو په ګډون دیارلس تنه ووژل شول او څلویښت نور ټپیان شول.

افغانستان امریکایي پوهنتون مطبوعاتي مسولې زبیدې اکبر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، دا پوهنتون په مکمله توګه تړلی نه وو اوپه تیرو اوو میاشتو کې ددې پوهنتون محصلینو د آنلاین ټولګیو له لارې زده کړې ترلاسه کولې.

خو میرمن اکبر وویل، چې سر له نن څخه د پوهنتون دروازې بیا د محصلینو پرمخ پرانیستل شوي دي.

میرمن زبیدې اکبر وویل" په لومړیو درې ورځو کې به زده کونکي د یو روزنیز پروګرام په ترڅ کې د پوهنتون له نوي چاپیریال سره بلد شي او د مارچ په اته ویشتمه نیټه به د پوهنتون درسونه شروع شي".

میرمن اکبر وویل د افغانستان امریکایي پوهنتون ډیر پخواني محصلین بیرته پوهنتون ته راستانه شوي، خو هغې وویل چې د دغه پوهنتون په لږ شمیر محصلین نورو پوهنتونو ته هم تللي دي.

اوس په افغانستان امریکایي پوهنتون کې یو زر او اوه سوه محصلین په زده کړو بوخت دي، چې شپږ سوه یې د لیسانس او ماستړۍ په پروګرام کې په زده کړو بوخت دي. د افغانستان امریکایي پوهنتون مطبوعاتي مسولې وویل چې سږکال ۸۰ نوي محصلین دې پوهنتون کې جذب شوي دي.

د میرمن اکبر پروینا د دوې ویره دا وه چې له پیښې وروسته به ډير استادان په دې پوهنتون کې درس ورکولو ته زړه ښه نه کړي، خو د دوې د توقع پر خلاف ډیراستادان بیرته دې پوهنتون ته ورغلي او دوی سره یې کار پیل کړی دی.

د افغانستان امریکایي پوهنتون له ۲۰۰۵ کال راهیسې په کابل کې فعالیت پیل کړی دی. دا پوهنتون له کابل بهر په ولایتونو کې هم څانګې لري.

(دا خبر د اشنا ریډیو د ویب پاڼې نه اخستل شوی)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG