لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

٫٫افغانستان ته بیرته رانه شې!٬٬ ګواښ کونکی طالب وژل شوی


افغان طالبانو د امريکا په یو ډرون برید کې د هغه طالب کمانډرد وژل کیدو پخلې کړی چا چې درې کاله وړاندې نیول شوي امریکايي پوځي بوبرګډال د خوشي کولو وړاندې ویلي وو، (افغانستان ته بیرته رانه شې).

د افغان طالبانو ځینو سرچینو نن ددې خبرې پخلی کړی چې وژل شوی تن قاري عبدلله معراج د هغه دوه طالبانو نه یو وو چې په اړه يې طالبان فکر کوي دافغانستان په سویل ختیځ ایالت خوست کې تیره ورځ په یو ډرون حمله کې وژل شوی دی.

خو امریکاي ځواکونو وایس اف امریکا ته ویلي امریکايي ځواکونو او نه هم مرستندویه ځواکونو مشن د زیارت په ورځ په پاکستان یا افغانستان کې د ډرون کومه حمله کړې ده.

ا فغان طالبانو په ګوانتانامو ځندان کې ګیر د خپلو پنځه طالب ملګرو د راخلاصولو په بدل کې امریکايي پوځي بو برګډال پنځه کاله په قید کې د ساتلو وروستوخوشی کړی وو.

طالبانو بیا په کال ۲۰۱۴م کې هغه ویډیو خپره کړې وه چې پکې د خوست په علي شیر اولسوالۍ کې یو مخ پټ طالب امریکايي پوځي برګډال ته په پښتو ژبه کې وايي (بیا افغانستان ته رانه شي، ګنې ژوندی به لاړ نه شې). طالبانو وروستو د دغه تن نوم قاري عبدالله معراج ښودلی وو.

تیره ورځ راغلي مطبوعاتي رپورټونو کې ویل شوي وو دافغانستان پولې سره نژدې د پاکستان په کرمه ایجنسۍ کې په یو ډرون برید کې په موټر سایکل سواره دوه کسان وژل شوي. خو امریکايي پوځ نن په خپل یو بیان کې ویلي دوي تیره ورځ کوم برید نه دی کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG