لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د نورو کلنو په پرتله د تشدد کچه زیاته شوېده :ملگري ملتونه


نوشيروان قلندر

واشنگټن ډي سي : دافغانستان لپاره ددملگرو ملتونو د مرستو دفتر یوناما وېلي دي په دغه هیواد کې د نورو کلنو په پرتله د تشدد کچه زیاته شوېده او د راون کال په شپږو میاشتو کې دتشدد په پېښو کې د ٥٠٠٠ څخه زیاتو خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده .

داڅرگندونې د یوناما مشر تدامیچي یماموتو په کابل کې درپورټ خپورولوپه وخت یوخبري کانفرنس ته کړې دي. نوموړي وېلي دي د روان کال په وړمبۍ شپږو میاشتو کې دتیرکال ٢٠١٥ په پرتله د تشدد کچه ۴ فیصده زیاته شوې او د تشدد په پیښوکښې ١٥٠٩ عام خلک وژلې شوي چې پکې دریمه برخه ماشومان دي.

درپورټ د شمیرو ترمخه تیرو شپږو میاشتو کې د تشدد په پیښو کې ٣٨٨ ماشومان مړه او ١١٢١ نورژوبل شوي دي. دغه راز ر په دې موده کې ۱۳۰ ښځې وژل شوي او ۳۷۷ نورې ژوبل شوي دي.

د رپورټ شمیرې ښايي دکال ٢٠٠٩ نه تر کال ٢٠١٦ جون دېرشمې نیټې پورې په مجموعي توگه افغانستان کې ټول ٢٢٩۴١ اولسی وگړي وژل شوي او لږترلږه ۴١٠٠٠ زره نور ژوبل شوي دي.

رپورټ په تشدد کې دزیاتيدو ذمه وار د جنگ ټولې ډلې گڼي خوزیاتوي زیات ذمه وارېی دافغانستان طالبان او داعش ډله ده .رپورټ وايي ددغه ډلو په تشدد کې ٦٠ فیصده زیانونه شوي دي. یوناما په دې رپوټ کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې ۲۳ فیصده مسؤولیت د افغان دولتي ځواکو په غاړه اچولی چې د تیر کال په پرتله ۴۷ فیصده زیاتوالی په کې راغلی دی.

دیوناما مشر دتشدد په کچه کې اضافه یو شرمناک اود خطر وړ عمل بللې دی.ښاغلې یماموتو وايی دتشدد زیاتېدونکې پیښې ښايي چې دافغانستان وگړي دکوم رقم وحشت او ويرو سره مخ دي او هره ورځ دکوموحالاتو څخه تیریږي. یوناما وېلي دي دجنگ ټولوډلو د خپلو ژمنو سرغړونې کړې دي او تشدد ته ېی دوام ورکړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG