لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لوگر، کابل او ننگرهار کې د تششد پيښې


د لوګر ولایت په محمد اغا ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ د ولسي وګړو په موټر چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او درې ټپیان شوي دي-

د لوګر والی حلیم فدايي برید غندلی او په خپله فیسبوک پاڼه یې ليکلي دي، چې دا ولسي وګړي د وسلوالو د ښخ کړی شوي بم ښکار شوي دي-

اخوا د کابل شمال ته د امریکايي ځواکونو په پوځي کتار باندې د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې خو د امریکا د پوځي چارواکو په وینا چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

عیني شاهدانو ویلي چې د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې په دغه چاودنه کې مرګ ژوبله شویده خو د شمیرې په اړه یې نور معلومات نه دې ورکړې.

طالبانو ددغې پېښې پړه په غاړه اخیستې ده.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې بیا یوه پولیس خپل پنځه نور پولیس ملګري وژلي دي.

یاده پېښه د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې شویده.

ددغې پېښې پړه تر دې مهال چا نه ده اخیستې خو دا ډول برید ګر له پېښې وروسته تل له طالبانو سره یوځای کیږي.

ددغې اونۍ په سر کې د ننګرهار په سرښار جلال اباد کې د ملي راډیو تلویزیون په ودانۍ باندې د ترهګرو په یوه ډلیز برید کې شپږ کسان وژل شوي وو چې دوه تنه یې پولیس وه.

داعش ددغې پېښې پړه په غاړه اخیستې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG