لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي طالبان کروندګر مجبوروي چې کوکنار وکري


Afghanistan Opium
Afghanistan Opium

د افغانستان د نشه‌ يي توکو ضد وزارت وايي په ۱۳۹۵ کال کې په یو شمیر ولایتونو کې د سختو ناامنیو له امله د کوکنارو کروندې نه دې تخریبې شوې.

د دغه وزارت ویاند حنیف دانشیار کابل کې خبریالانو ته وویل، په روان لمریز کال کې په اکثرو ناامنو سیمو کې وسله‌والو طالبانو بزګران د کوکنارو کرلو ته اړ کړل، هغوی ته یې ذهنیت ورکړ نو ځکه د کوکنارو د کرلو کچه په افغانستان کې لس فیصده زیاته شوه.

د ښاغلي د انشیار پر وینا، سږکال په افغانستان کې پر ۲۱۰ زره هکټره ځمکه کې کوکنار کرل شوي و، خو په دغه هیواد کې د ناامنیو له امله تر ۴۰۰ هکټره ځمکو کې د کوکنارو په اړولو بریالي شوي دي.

هغه وویل "کوم معلومات او اطلاعات چې د هیواد په کچه د امنیت او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې فرصتونو په برخه کې له موږ سره وو، د هیواد په کچه د کوکنارو د کرلو لس فیصده زیاتوالی زموږ لپاره زیاته ناکامي نه شمیرل کیږي، ځکه چې موږ باید وضعیت مقایسه کړو، د ستونزې پراخوالی باید مقایسه کړو، په روان کال کې کندز تر ګواښ لاندې وو، هلمند تر ګواښ لاندې وو، ترینکوت تر ګواښ لاندې وو، ولسوالۍ خو پر ځای پریږدئ ان د ولایتونو مرکزونه تر ګواښ لاندې وو".

له نشه‌ي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له شمیرې څخ په ۲۱ ولایتونو کې کوکنار کرل کیږي، چې سږکال تر ټولو زیات په هلمند، بادغيس، کندهار او ننګرهار ولايتونو کې کرل شوي ؤ.

د دغه وزارت د ویاند پر وینا د راتلونکي لمریز کال لپاره یې د کوکنارو د کروندې طرح جوړه کړې ده او په حمل میاشت کې به په ګرمسیرو ولایتونو کې د کوکنارو د کرندو د اړولو کمپاین پیل کړي.

په همدې حال کې د نشه‌يي توکو مُسکراتو جرمنو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي، چې په روان کال پوليسو شاوخوا ٥٠٠ ټنه بیلابیل ډوله نشه‌يي توکي او څه باندې یو میلیون لیټره الکولي مشروبات د افغانستان په مختلفو سیمو کې کشف او ضبط کړي دي.

د دغه مرکز ویاند خالد مؤحد وویل چې د دغو نشه‌ يي توکو د قاچاق په تور ۵۶۵ شکمن کسان هم عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

هغه وویل "د روان کال د حمل میاشتې له لومړې نیټې څخه نیولې تر اوسه له ټول افغانستان څخه د ۴۴۸ قضیو په تړاو د ۵۶۵ شکمنو کسانو دوسیې عدلي او قضایي مرکز ته استول شوي دي، چې په دې ډله کې د کورنیو او دفاع وزارتونو ۲۳ تنه امنیتي موظفین شامل دي، ۲۷ ښځې او ۵ بهرني اتباع دي."

ښاغلي موحد وویل،٣١٢ نیول شي قاچاقبران تر شلو کلونو بند محکوم شوي دي.

په تیرو شاوخوا شپاړسو کلونو کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په مرسته زیاتې پیسې لګول شوي دي، خو بیا هم په دغه هیواد کې د نړۍ په کچه د نشه‌يي توکو تر ټولو زیات کر او تولید کيږي.

(دا خبر د وي او ای اشنا د ویب پاڼې نه اخستل شوی)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG