لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غیر یقیني اینده سره مخامخ افغان کډوال وطن ته روان دي


ملگري ملتونه وايي په افغانستان کې د ننه د بې کوره شوو خلکو د او ستیدونکي کډوالو شمیره به په مجموعي توگه د سږ کال تر اخیره پورې یو میلین ورسیږي او اکثریت خلک به امداد ته اړتیا لري او شا او خوا ۴٠ فیصد به پکې ډیز بې وزله خلک وي
ملگري ملتونه وايي په افغانستان کې د ننه د بې کوره شوو خلکو د او ستیدونکي کډوالو شمیره به په مجموعي توگه د سږ کال تر اخیره پورې یو میلین ورسیږي او اکثریت خلک به امداد ته اړتیا لري او شا او خوا ۴٠ فیصد به پکې ډیز بې وزله خلک وي

د ایران او پاکستان نه سږ کال د ٨٠٠٠٠٠ نه زیات افغانان خپل وطن نه ستانه شوي دي. خو د هیواد قامي ادارې د بیرته تلونکو کډوالو د امداد وسایل او توان نه لري او ملگرو ملتونو بیرته تلونکو افغانانو د امداد دپاره په نړي واله ټولنه د ١٥٠ میلینه ډالرو مالي امداد غږ کړی دی.

د تیرو څو لسیزو راهسې په پاکستان کې وخت تیرولو ورسته افغان کډوال د ژوند ټولې اساسې په ټرکونو باروي او په لویه شمیره کې خپل هیواد ته روان شوې دي. او دا په داسې حال کې چې اکثر افغانان په دې هم نه دي خبرچې خپل وطن ورته په منگولو کې څه ساتلې دي.

ازاد خان وايي د ډیر وخت ورسته بیرته روان دی، په پاکستان کې زیږیدلی دی، په افغانستان کې کور هم نه لري د بل چا سره وسیږي خو په پاکستان کې حالات گران شوي دي او د خپل عزت په خاطر بیرته ستنیږي.

د تیرو څلورو لسیزو راهسې په میلینونو افغانانو په پاکستان کې ژوند کړی دی خو د تیرو دوو کلونو راهسې پاکستان په افغانانو زور اچولی چې وطن ته دې ستانه شي. افغانان وايي په ورستیو ورځو کې ورسر د پاکستان پولیسو زور زیاتی او تنگول هم شورو کړي دي.

د وي او ای خبریاله عائشه تنظیم د افغانستان او پاکستان په پوله د طورخم دروازې ته ورغلې وه، وايي دا د دواړو هیوادونو تر منځ د تگ راتگ مصروفه لار ده خو سږ کال په دې لارې د خلکو گڼه گوڼه د معمول نه زیاته شوي ده او د تیر کال په مقابله په کال ٢٠١٦ کې هیواد ته د ستنیدونکو افغانانو په شمیره کې درې چنده اضافه شوي ده.

ملگري ملتونه وايي په افغانستان کې د ننه د بې کوره شوو خلکو د او ستیدونکي کډوالو شمیره به په مجموعي توگه د سږ کال تر اخیره پورې یو میلین ورسیږي او اکثریت خلک به امداد ته اړتیا لري او شا او خوا ۴٠ فیصد به پکې ډیز بې وزله خلک وي.

افغان حکومت ستیندونکو کډوالو ته د خپل وس سره سم د لاس امداد کوښښونو کې اخته دی.

حاجي غلام الله د خپل خیل د ٨٠٠ کورنیو سره بیرته ستن شوی دی. د هغه د خیل اکثرې کورنۍ نه خو د اوبو او نه د خوراک اخیستلو مالي توان لري. هغه هره ورځ د دریو سو ډالرو په خرچ اوبه اخلي.

حاجي غلام الله وايي د افغانستان د مهاجرینو وزارت ورته ویلي چې کورونه به ورته جوړوی او د اوبو بندوبست به کوي او چې ورته يي وویل دلته خو هیڅ هم نه دي شوي، نو ورته وویل شو چې احتجاج وکړه او لارې بندې کړه خو حاجي صیب وايي دا چارې یي نه خوښیږي.

افغان کډوالو سره د مرستې دپاره ملگرو ملتونو په نړي واله ټولنه د ١٥٠ میلینه ډالرو د مالي امداد غوښتنه کړې ده خو تر دا وخت ددغه پیسو یوازې ١٣ فیصد برخه ترلاسه شوي ده. په داسې مهال چې ژمې رانژدې دی، د بیرته تلونکو کډوالو دپاره حالات بحراني شکل هم اختیارولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG