لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډیورنډ په کرښه د پاکستان د خوځښتونو په اړه د افغان حکومت توند غبرګون


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورند په کرښه د پاکستان لخوا د بیا بیا تیري په اړه جدي غبرګون ښودلی.

یاد وزارت وایي چې پاکستان په ډول ډول بهانو سره لکه د ترویزم په وړاندې د جګړې په نامه په افغانستان د توغندیو توغول، د افغانستان فضا ته د الوتکو اوختل او په لیکه د ځینو ودانیو په جوړلو سره له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ټینګار سره وویل پاکستان په ښکاره د ملګروملتونو له قوانینو څخه هم سرغړونه کوي او هڅه کوي د ډیورنډ د لیکې په اړه د نړیوالو نظر بدل کړي.

شکیب مستغني وايي افغان حکومت په وار وار هڅه کړې چې له پاکستان سره هر ډول ستونزې په ډیپلوماټیکو لارو حل کړي خو پاکستان تل د افغانستان په حاکمیت باندې تیری کړی او په خپلو ژمنو کې صادق نه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي پاکستان دا مهال د ډیورنډ د لیکې دواړو غاړو ته یوه بشپړه پوځي فضا رامنځته کړیده او تر هغو چې پدې برخه کې لازم اقدامات ونشي نو د ډیورڼد د لیکې په اړه پریکړه نشي کیدای.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG