لاس رسیدونکی لینک

افغانستان به د ماسکو په غونډه کې گډون کوي


په ماسکو کې د افغانستان په موضع غونډه ددې میاشت په ١۴ مه نیټه کیدونکي ده

د افغانستان د خارجه وزارت د مامورینو یوه ډله به دا میاشت په ماسکو کې په افغانستان کې د امن په موضوع کیدونکي د سیمه ایزو هیوادونو په غونډه کې شرکت دپاره د روس سفر کوي.

دافغانستان جمهورريیس ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د اتوار، یکشنبې، په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل مسکو کې دافغانستان په اړه جوړیدونکي غونډه کې د برخې اخسیتو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په استازيتوب پلاوی ګډون کوي.

ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل " افغانستان د مسکوغونډې ته پلاوی لیږي اودغه پلاوی به د بهرنیو چارو وزارت دمعینانو اویا د ريیسانو په کچه وي."

ښاغلی مرتضوي د مسکو دهغه دریځ په اړه چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه واضح کړی، وویل په هیواد کې د نړیوالو ځواکونو دپاتې کیدو او یاهم دنه پاتې کیدو دپریکړې صلاحیت له افغان حکومت سره دی.

دنوموړي په وینا افغانستان د جګړې په لومړۍ کر ښه کې د سیمې د هیوادونو په پیل شوې نیابتي جګړه کې قرباني ورکوي او له ترهګرو سره د سیمې د نورهیوادونو داړیکو پالل چې دهرهدف لپاره وي، نه یوازې د منطقې له امنیت سره مرسته نه کوي بلکې سیمې ته یوبل ګواښ متوجه کوي.

هغه وړاندې وویل"هیڅوک ددې حق نه لري چې افغانستان ته هدایت وکي چې نړیوال ځواکونه دې دلته پاتې شي او یا دې ووځي، ددې صلاحیت له افغان حکومت او دافغانستان له خلکو سره دی ،له افغانستان سره دسیمې د هیوادونو اړیکې باید د دولتونو ترکچې او دمتقابل احترام پراساس وي."

مرتضوي داهم وویل افغان حکومت هیڅ وخت ددې ملاتړ نه کوي چې افغانستان دې د نورو هیوادونو دګټو لپاره دسیالۍ په دګر بدل شي، خو په وینا یې هڅه کوي چې د هیوادونو ګټې سره یوځای کړی.

دنوموړي په وینا د ترهګرۍ پرضد دمبارزې ګټې مشترکې دي اوله همدې امله په هغه کچه چې افغانستان ته د ترهګرۍ له امله زیان رسیږي کیدالی شي چې په همدې اندازه روسیه او امریکا هم زیان وویني.

افغان حکومت په داسې حال کې د مسکو په غونډه کې د ګډون دریځ واضح کړ چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په ۱۴ نیټه د سیمې د دولسو هیوادونو داستازو په ګدون په مسکوکې دافغانستان د روانې کشالې په اړه غونډه جوړه شوي.

په دې غونډه کې دایران اوپاکستان نماینده ګان هم برخه اخلي خود امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جیمزمټیس په دې وروستیو د روسیې او طالبانو ترمنځ په اړیکو اندیښنه ښودلې په دې ناسته کې دخپل هیواد د استازو دنه ګډون پریکړې کړې.

XS
SM
MD
LG