لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي ایس ايي نوی مشر جنرال نوید مختار د افغانستان اینده څنگه گوري؟


د پاکستان د پوجي استخباراتي ادارې ايي ایس ايي نوی مشر جنرال نوید مختار د افغانستان اینده څنگه گوري؟ نوموړي خپل نظر د هغه په اند د افغانستان د راتلونکې په هکله څلورو امکاناتو کې وړاندې کړې دي.

وي او ای ډیوه د جنرال مختار دغه څیړنه په امریکا کې د http://strategicstudiesinstitute.army.mil ویب پاني څخه اخیستی، نوموړی ٢٠١١ د امریکې پینسیلوینیا ایالت کې د امریکايي پوځ جنگي کالج گریجویټ پاتې شوی او هغه وخت کې يي "افغانستان: متبادله راتلونکې او اغیزې" تر عنوان لاندې مکاله لیکلې وه.

جنرال مختار کاږي چې د افغانستان د ستونزو د حل یوه لار دا ده چې په مرکز کې د طالبانو یو کمزوری حکومت وي، لرې پرتو سیمو کې شرعي قانون وي او ورسره پرمختیايي چارې روانې وي. امریکا د وتلو په وخت د افغانستان گاونډي هیوادونه دې ته وهڅوي چې د مداخلې پرځای مثبت رول ولوبه وي.

نوموړی د دویم امکان په توگه وايي چې امریکا دې له افغانستان څخه د وتلو لار برابرولو ترڅنگ د افغان امنیتي ځواکونو تربیه جاري وساتي، خو مرکزي حکومت دې منځ لارې طالبان په ولایتونو او ولسوالیو کې په واک شریک کړي او واک دې له مرکز نه ولایتونو ته وسپاري. په عین وخت کې دې د تند روه طالبانو پرضد عملیات هم جاري وساتل شي. کله چې منځ لارې طالبان په ولایتونو کې واکمني ټینگه کړي بیا دې مرکزي حکومت ونیسي او د شمالي ټلوالې په گډون نورې نسلي ډلې دې په حکومت شریک کړي او دغه حکومت دې القاعده او نورې تندروه ډلې او د هغوي پاتې وسله وال د افغانستان نه وشړي.

ایران، هندوستان او مرکزي ایشیايي هیوادونه دې افغانستان کې مداخله بنده کړي او د طالبانو حکومت به په جواب کې دوي ته ډاډ ورکړي چې القاعده او نورې ترهگرې ډلې به افغان خاوره کارونې ته نه پریږدي.

په دریم امکان کې جنرال مختار کاږي که چیرې امریکا په ناڅاپي ډول د افغانستان نه د وتلو پریکړه وکړي او شا ته یو کمزوری حکومت او داسې یاغیان پریږدي چې د امریکا وتلو ته منتظر دي نو د کابل حکومت به د یاغیانو په مخه نیولو کې پدې ناکامه شي چې امنیتي ځواکونه يي بې استعداده دي او په حکومت کې دننه په پراخه کچه اداري فساد موجود دی. دغه ډول په مقابل کې به شخصي ملیشې او جنگ سالاران په چټکه توان پیدا کي، افغان حکومت، طالبان او شمالي ټلواله به د کابل د کنټرول لپاره په جنگ اخته شي او جگړه به د هیواد زیاتره برخو ته خوره شي. قبایلي، نسلي او مذهبي یاغیان به د افغانستان د تقسیم علت وگرځي، دغه ډلې به د بیلا بیلو سیمه ایزو قوتونو سره تړلې وي او گاونډي هیوادونه به د خپل لاس پوڅو له لارې مداخله پیل کړي.

هغه وايي طالبان به د کابل په شمول په ختیځو او جنوبي برخو خپل اغیز زیات کړي او شمالي او لویدیځې برخې به د تاجکانو، ازبکانو او د هزاره گانو په کنټرول کې شي. دغه گډوډي به په زیات شمیر افغانان ایران، پاکستان او مرکزي ایشیايي هیوادونو ته کډوال کړي. افغانستان به یو ناکامه او بې حکومته هیواد وي او القاعده به بیا خپلې پښې هلته ټینگې کړي، خپل تروریستې کامپونه به جوړ کړي او امریکا به کله کله ورباندې بمبارونه کوي.

په څلورم امکان کې جنرال مختار کاږي که چیري د حامد کرزي په کمزوره او ادارې فساد ککړه واکمني کې امریکا او ائتلافیان د افغانستان نه وځي او کرزي حکومت کابل او ځینې برخې په کنټرول کې ولري د خپلې واکمني ساتلو لپاره د یاغیانو پرضد تند عملیات وکړي نو افغانستان به ولسي جگړې ته پریوزي او د ټولو طالبانو خلاف عمومي کمپین نه به منځ لارې طالبان هم تندروه شي په نتیجه کې به کلې والې برخې طالبانو او د القاعده ترورستانو لاس ته ولویږي، بیا به امریکا کې دننه هم په افغانستان کې د بیا مداخلې لپاره سیاسي ملاتړ نه وي. مکاله وايي په داخل د افغانستان کې به امنیتي وضع خرابه وي، خارجي پانگې او اقتصادي مرستې به نه وي، د مخدره موادو تولید به لا نور زیات شي او گاونډي هیوادونه به په پټه او ښکاره مداخله بیا پیل کړي.

د جنرال مختار دغه څیړنې ته که وکتل شي نو ښکاري چې د افغانستان په اړه د پاکستاني پوځ د عمومي نظر په رڼا کې لیکل شوی چې پکې د هرې کشالې حل د پوځي یا جنگ له لارې ښودل شوی او د افغانستان د ستونزې سیاسي او ډپلوماټیکي حل امکانات يي رد کړي.

د ايي ايس ايي نوی مشر نوید مختار په خپله مکاله کې د افغانستان سره په پوله پاکستان کې د پښتنو په سیمه کې د ملت پالو د خپلواکۍ غورځنگ او نه هم د بلوڅ بیلتون غوښتونکو د مبارزې ذکر کړی چې ورځ تربله زیاتیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG