لاس رسیدونکی لینک

افغان چارواکي وايي په تازه عملياتو کې د داعش د څلورو قومندانانو په ګډون ۴۴ وسله وال وژلي


افغان چارواکي وايي په تازه عملياتو کې د داعش د څلورو قومندانانو په ګډون ۴۴ وسله وال وژلي

دافغانستان په ختیځ ننګرهارولایت د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې دبهرنیو ځواکونو دهوایي عملیاتو په ملاتړ دافغان کمانډو ځواکونو ځمکنیو عملیاتو کې د داعش وسله والو د څلورو قوماندانانو په ګډون ۴۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.

په ختیځ کې دافغان پوځ د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي سلاکار ویلي ، د حمزه په نامه د عملیاتو پرمهال چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي ،په ۴۴ وژل شویو داعش وسله والو کې ۱۲ تنه یې بهرني وګړي دي.

دافغان پوځیانو ددې مرکز ویاند او مطبوعاتي سلاکار شرین اقا فقیري له ډيوې سره په خبرو کې وویل ،دا عملیات د ننګرهار اچین ولسوالۍ مهمندرې اوپه یوشمیر نورو سیمو کې ترسره شوي.

هغه وویل:(( په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس د څلورو مهمو قوماندانانو په ګډون ۴۴ داعش وسله وال وژل شوي او په وژل شویو کې ۱۲ تنه بهرنیان دي.))

فقیري په دې عملیاتو کې د وژل شویو مهمو قوماندانانو دهویت په اړه وویل چې په دې کې دحافظ سعید ورور ، دداعش ډلې یوتن قاضي او د دې ډلې د روزنې دوه مهم غړي هم شامل دي.

هغه زیات کړه :((دا اهم قومندانان یو حسیب نومیږي چې دحافظ سعید ورور دی ، یو ملاصلاح نومیږي چې د داعش ډلې تش په نوم عمومي قاضي دی او دوه نور اهم قوماندانان چې داعش ډلې اړوند افرادو ته به یې روزنه او ترهګریزې زده کړې ورکولې ، په وژل شویو کسانو کې دي.))

فقیري وویل ، دا مهال د ننګرهار په کوټ ، اچین ، هسکې مینې او او یوشمیر نورو ولسواليو کې دبهرنیو ځواکونو په هوايي ملاتړ دافغان ځانګړو ځواکونو پوځي عملیات په منظم پلان سره دوام لري ترڅو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله ونه رسیږي.

د افغانستان پوځ وايي ، دافغانستان په ختیځ کې د حمزه په نامه عملیات د داعش او نورو وسله والو پرضد یې د نږدې یوې میاشتې راپدیخوا پیل کړي او ګن شمیر سیمې یې ددې ډلې له شتون څخه پاکې کړي دي.

د چارواکو په وینا هغه سیمې چې د داعش وسله والو له شتون څخه پاکې شوي ،دامنیت د لاټینګښت په هدف به یې ګن شمیر افغان پوځیان ځای پرځای شي.

داعش ډلې تر دې دمه دافغان حکومت ددې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG