لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند ته د افغان ولسمشر سفر- څیړونکي څه وايي


افغان ولسمشر اشرف غني له هند څخه د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ددغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي او یوشمیرنورو حکومتي چارواکو سره ولیدل او په یوشمیر مهمو برخو کې يې له افغانستان سره د ډول ډول مرستو تړونونه لاسلیک کړل
افغان ولسمشر اشرف غني له هند څخه د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ددغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي او یوشمیرنورو حکومتي چارواکو سره ولیدل او په یوشمیر مهمو برخو کې يې له افغانستان سره د ډول ډول مرستو تړونونه لاسلیک کړل

افغان ولسمشر اشرف غني له هند څخه د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ددغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي او یوشمیرنورو حکومتي چارواکو سره ولیدل او په یوشمیر مهمو برخو کې يې له افغانستان سره د ډول ډول مرستو تړونونه لاسلیک کړل.

د افغان ولسمشر ویاند همایون چخانسوري امریکا غږ ته وویل په دغه لیدنه کتنه کې په یوشمیر اقتصادي او امنیتي مسلو باندې خبرې وشوې.

"د هند لومړي وزیر اعلان وکړ چې په راتلونکې کې به له افغانستان سره د یومیلیارد ډالرو په ارزښت نورې مرستې وکړي. دواړو خواوو همدارنګه له افغانستان سره د هندوستان د تیرو مرستو د اغیز په اړه هم خبرې وکړې."

دواړو مشرانو په سیمه کې د ترهګرۍ د پراخېدو په اړه اندیښنې څرګندې کړې او د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې يې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

دوی وویل چې ترهګرۍ نه یواځې په سیمه کې امنیتي ستونزې رامنځته کړي بلکه د سیمي د اقتصادي ودې مخه يې هم نیولې ده.

که څه هم دواړو ولسمشرانو د کوم ځانګړي هیواد نوم نه دی اخیستی خو څیړونکي وايي چې اشاره یې پاکستان ته وه چیرې چې د امریکا په ګډون یوشمیر هیوادونه وايي، د حقاني د ترهګرې ډلې په ګډون د یوشمیر نورو ترهګرو ډلو مرکزونه په پاکستان کې دي.

له بلې خوا پاکستان هم د افغانستان او هندوستان په ټینګو اړیکو اندیښنې څرګندوي او وايې چې هندوستان د افغانستان په خاوره کې د خپلې اغیزې په زیاتولو سره ښایي افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکاروي.

په دې وروستیو کې پاکستان تور لگولی وه چې د هند استخباراتي اداره په پاکستان کې د ګډوډۍ لپاره د افغانستان خاوره کاروي خو کابل او نوي ډلي دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

څیړونکي دا هم وايي پاکستان په سیمه کې د هندوستان په پراخ امنیتي رول اندیښمن دی. په ډلي کې د هندو ورڅپاڼې ډپلوماټیکې استازې سوها سینې حیدر ډیوې راډیو ته وویل د پاکستان د همدې اندیښنو له امله امریکا د هندوستان د سمیز رول په وړاندې خنډ وه چې اوس هغسې نه ده.

"په تیرو وختونو کې امریکا د افغانستان په برخه کې د هندوستان د ستر رول ملاتړ پدې بهانه نه کاوه چې ګواکې لدې سره به پاکستان انديښمن شي. اوس دا هرڅه بل خیل دي. په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن په ډلي کې وویل چې د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د امنیت په برخه کې د هندوستان د مرستو هرکلۍ وکړي."

یوشمیر افغان سیاسي کارپوهان پدې باور دي چې پاکستان له هندوستان سره د لسیزو راهیسي رقیب پاتې شوې او له همدې امله غواړې له هند سره خپله سیالي د افغانستان په خاوره کې وکړي هغه څه چې افغان لوري ته هیڅکله هم د منلو وړ نه دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند نصرالله ستانکزي امریکا غږ ډیوې ته وویل.

"پاکستانیان له هند سره ستراتیژیکه دښمني لري هغه هم د پاکستان له جوړیدو څخه تر ننه پورې. له بلې خوا د پاکستان ستراتیژي معمولا دا وه چې په کابل کې باید یو کمزوی حکومت وجود ولري او یا لږ تر لږه داسې حکومت وي چې له پاکستان سره دوست او له هند سره دوستانه اړیکي وه نه لري ځکه د پاکستان په باور له هند سره د افغانستان نږدې اړيکي معمولا پاکستان متاثره کوي. برعکس هند او افغانستان داسې فکر کوي چې دوی یو ګډ دښمن لري چې هغه تروریزم او افراطیت دی چې مرکز او دفعالیتونو اصلي ځای يې پاکستان دی."

پاکستان وايې چې د افغانستان د ثبات لپاره کار کوي او د افغانستان دښمنان خپل دښمنان ګڼي. اسلام اباد دا هم وايي چې د ترهګرۍ په وړاندې يې مبارزه پیل کړې چې مثبتې پایلې لري.

د هند او پاکستان د ولسمشرانو تر خبرو اترو وروسته یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوې چې پکې په دوه اړخیزه اقتصادي او پرمختیايي پروژو باندې هم موافقه شوې. دواړو ولسمشرانو د ایران د چابهار بندر له لیارې د سوداګریزې راکړې ورکړې په زیاتیدو باندې هم ټینګار وکړ.

ددې ترڅنګ ددواړو هیوادونو ترمنځ په دغه ۱۲ مادیي اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې دواړه هېوادونه به کولاي شي د سولیزو موخو لپاره د یو بل فضا وکاروي، په کارپوه کسان سره شریک کړي او تر ټولو مهمه يې دا چې په سیمه کې به د تروریزم د مخنیوي په برخه کې په ګډه کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG