لاس رسیدونکی لینک

بلخ کې د وژل شوو ځواکونو په ویر افغانستان ملي ماتم اعلان کړی


د ارګ اعلامیه وايي چې طالبانو د جمعې د لمانځه پر مهال "افغان سرتېري شهیدان" کړي دي. په اعلامیې کې ویل شوي چې په ټول افغانستان او د افغانستان څخه د باندې د دغه هېواد په سیاسي نمایندګیو کې به "ملي بیرغ نیم ځوړند" وي.

افغان حکومت په بلخ کې د شاهین په ۲۰۹ قول اردو کې د طالبانو له برید ورسته د یکشنبې (اتوار) ورځ (اپریل ۲۳) ملي ماتم اعلان کړی.

د ارګ اعلامیه وايي چې طالبانو د جمعې د لمانځه پر مهال "افغان سرتېري شهیدان" کړي دي. په اعلامیې کې ویل شوي چې په ټول افغانستان او د افغانستان څخه د باندې د دغه هېواد په سیاسي نمایندګیو کې به "ملي بیرغ نیم ځوړند" وي.

اعلامیه وايي چې په دغه ورځ به د ارګ د جومات په ګډون د افغانستان په ټولو جوماتونو کې د وژل شوو سرتېرو روح ته دوعاوې او ختمونه کیږي.

ارګ نه دي ویلي چې په دغه برید کې څو کسان وژل شوي دي. خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي "زموږ له ۱۰۰ زیات نفر شهیدان او ټپيان دي او د شمیره هم کره نه ده، ښايي بدلون په کې راشي."

خود بلخ ولایتي شورا غړي شجاع‌الدین شجاع امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دغه برید کې شاوخوا ۱۴۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ژوبل دي.

راپورونه وايي چې بریدګرو د افغان ځواکونو لباسونه اغوستي وو او د افغان ځواکونو په ګاډو کې قول اردو ته داخل شوي. د راپورونو له مخې بریدګرو سره جعلي کارتونه هم وو او دوه کسان یې په ګاډي کې دننه د زخميانو په توګه اچولي وو چې د دروازې ساتونکي وغولوي.

افغان چارواکي وايي په برید کې لس طالبانو شامل وو، طالبان وايي په بریدګرو کې د قول اردو ځیني عسکر چې د هغوی نفوذي کسان وو، هم شامل وو.

دا په تېرو څو کلونو کې پر افغان ځواکونو د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کیږي. د افغانستان د عالمانو شورا دغه برید په کلکه غندلی او په جومات کې یې پر لمونځ کوونکو برید د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف او د اسلام د دښمنانو کار بللی دی.

ولسمشر له برید وروسته بلخ ته تللی. دا په کابل کې په پوځي روغتون باندې د داعش وسله والو له برید وروسته دویم لوی برید دی. له دا ډول هر برید وروسته تل همدا یوه پوښتنه کیږي، چې بریدګر څنګه داسې مهمو ځایونو ته داخلېدی شي؟

یادګیرنه: د وي او ای اشنا د ویب پاڼې په مننه.

XS
SM
MD
LG