په افغانستان کې سږ کال د جنگونو دلاسه ٣٠٠٠٠ کسانو ژوند دلاسه ورکړی دی چې زیاتره پکې وسله وال شامل دي. دا شمیره د افغانستان د دفاع وزارت وایس اف امریکا ته ورکړې ده.
د دفاع وزارت نایب ترجمان محمد رادمانش وي او ای ته ویلي په کال ٢٠١٦ م کې د سلگونو په شمیره کې د حکومت وسله وال نیولې هم دي.
که څه هم رادمانش افغان امنیتي ځواکونو ته په ممکنه توگه اوړیدلې جاني تلافاتو په اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه خو هغه وویل حکومتي امنیتي قواو ته په تلافاتو کې د تیر کال په مقابله کې ١٠ فیصد اضافه شوي ده.
د امریکايي ځواکونو ترمخه په کال ٢٠١٥ کې ٥٠٠٠ د افغان امنیتي ځواکونو عسکر وژل شوي وو.
د افغانستان د بیا رغونې دپاره د امریکې د حکومت د څارنې ادارې ترمخه د کال ٢٠١٦ په وړمبو اته میاشتو کې ٥٥٠٠ افغان عسکر وژل شوي دي.
افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو دفتر یوناما تیره هفته د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته ویلي سږ کال په افغانستان کې جنگونو له امله ٣٠٠٠ ملکي کسان وژل شوې دي.
د مرگ ژوبلې نه علاوه په افغانستان کې د بې امنۍ په وجه ٥٥١٠٠٠ خلک په خپلو کورونو پریښودو مجبور شوي دي.
افغان او د ملگرو ملتونو مامورین وايي په کال ٢٠١٦ کې د ایران او پاکستان نه د لسو لکو څخه زیات افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.