لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان حکومت او د طالبانو خفیه مذاکرات


په قطر کې طالبانو د سیاسي دفتر مامورین
په قطر کې طالبانو د سیاسي دفتر مامورین

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د ځنډ ښکار شوي خبرو اترو د بیا پیل کولو دپاره د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ په نژدې ورځو کې د خفیه مذاکراتو دوه دورونو شوې دي.

په کابل کې د افغان حکومت یوې سرچینې وي او ای ته ویلي د افغان حکومت او د طالبانو مذاکرات د قطر په سرښار دوحا کې شوې دي. طالبان په دوحا کې سیاسي دفتر لري.

د افغان صدر اشرف غني ترجمان دوا خان مینه پال وي او ای ته وویل په هیواد کې سولې دپاره افغان حکومت د هر هغه مخالفې ډلې سره خبرو اترو ته تیار دی څوک چې امن ته اماده دي. هغه نیغ په نیغه طالبانو سره د مذاکراتو په موضع خبره وه نکړه.

د برطانيي گارډین ورځپاڼې تر ټولو اول د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سپټمبر او اکتوبر په میاشت کې د مذاکراتو په اړه خبر ورکړی و. په رپورټ کې وویل شوي وو افغانستان د استخباراتو مشر معصوم ستنکزۍ د طالبانو یو مشر ملا عبدالمنان اخوند سره مخ په مخ خبرو اترو دپاره ناست و. ملا عبدالمنان اخوند د طالبانو پخواني مشر ملاعمر ورور دی.

گارډین د طالبانو د یو چارواکې له قوله لیکلې چې یو امریکايي سفارتکار هم د افغان حکومت او د طالبانو په دغه خبرو اترو کې ناست و خو د امریکې حکومت په رسمي ډول ددې تصدیق نه دی کړی.

وي او ای افغان حکومت سره طالبانو د خبرو اترو ددې رپورټ په اړه طالب ترجمان زبیح الله مجاهد سره رابطه وکړه. هغه وویل د ورځپاڼې رپورټ يي لیدلی خو څه تبصره يي پرې و نکړه او وې ویل دا وخت په جنگي فعالیتونو کې بوخت دی. هغه زیاته کړه د سیاسي چارواکو نه يي معلومات غوښتې دي.

په کال ٢٠١٥ کې په پاکستان کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د خبرو اترو یو ابتدايي دور شوی و. په دغه مذاکراتو کې امریکايي او چینايي استازي هم ناست وو. خو ورسته طالبانو د مشر ملامحمد عمر په پاکستان کې د مرگ د خبر راڅرگندیدو په نتیجه کې دغه مذاکرات وځنډیدل. د مذاکرات د بیا پیل کیدو امیدونه د مۍ په میاشت کې په پاکستان کې طالبانو د نوي مشر ملااختر منصور وژل ختم کړل.

د خپل نوي مشر ملا هیبت الله اخونزاده په مشرۍ کې طالبانو په خپلو جنگي فعالیتونو کې چټکتیه راوستې ده، افغان ځواکونو ته يي سخت زیان رسولی دی او په ډیرو سیمو يي قبضه کړې ده.

د طالبانو نه علاوه افغان حکومت د حزب اسلامي وسله والې ډلې سره هم د سولي تړون کړی دی. په بدل کې د ډلې مشر گلبدین حکمتیار ته هیواد ته د ستنیدو اجازه ورکړی شوي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG