لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دې امن ته اماده شي، افغانستان د امن شورا واي


په همدې حال کې د افغانستان مشرانو جرګې ريیس له وسله والو طالبانو غوښتي چې له پردیو ځان خلاص کړي او له افغان حکومت سره سوله وکړي
په همدې حال کې د افغانستان مشرانو جرګې ريیس له وسله والو طالبانو غوښتي چې له پردیو ځان خلاص کړي او له افغان حکومت سره سوله وکړي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې وسله وال طالبان باید له افغان حکومت سره سوله وکړي ا ود سیمې هیوادونه دې هم له افغان حکومت سره د سولې په اړه شوې ژمنې عملي کړي .

بلخود افغانستان یوشمیر اوسیدونکي وايي چې د طالبانو د مشر په وژل کیدو سره به په افغانستان کې سوله رامنځته نه شي.

د امریکا متحده ایالاتو په هوايي برید کې د وسله والو طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کیدو وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې لار تعقیب کړي او په افغانستان کې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د افغانستان د سولې عالي شورا غړي مولوي شاهید الله شاهد له ډیوه راډیو سره په خبروکې وویل چې د جګړې دوام د یوه طرف هم په ګټه نه دی او پر وینا يې باید وسله وال طالبان او افغان حکومت سولې ته ژمن پاتې شي.

مولوي شاهید الله شاهد وايي "زمونږ دسولې عالي شورا ،دیني علماو،اقوامو او قبایلو او په ټولیزه توګه د ټولو افغانانوغوښتنه دا ده چې ، طالبان د سولې خبرو ته اماده ګي وښیي اوهمدا راز زمونږه د طالبانو له مشرانو څخه غوښتنه داده ،که هرڅومره جنګونه طولاني شي ،بیا به هم مذاکرات کیږي او د خبرو له لارې به د افغانستان مسله حل کیږي ، نو خبره داده چې د جګړې د دوام پرځای سوله وشي."

په همدې حال کې د افغانستان مشرانو جرګې ريیس له وسله والو طالبانو غوښتي چې له پردیو ځان خلاص کړي او له افغان حکومت سره سوله وکړي.

فضل هادي مسلم یار د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل"زما غږپه طالبانو باندې دا دی چې زمونږ وروڼه يی ، زړه مو درباندې بدیږي ،افغانان يی ،خو که چیرته دغه سې حالت په تاسو باندې وي چې وسیله یاست د نورو لپاره ، مونږ درباندې وژني او دنیا درباندې ییروي ، خپل ځان ته پیسې پیدا کوي او ستاسو ژوند هم هلته مسون نه وي او بیا د یو څلو ملیونو ډالرو په بدل کې ستاسو رهبر قرباني کیږي سوځي او ییره کیږي."

بلخوا د افغانستان د سولې عالی شورا دویم مرستیال عطا الرحمن سلیم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ، د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژلو وروسته ،ښايي وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبروته لیوالتیا څرګنده کړي.

خو یوشمیر د افغانستان اوسیدونکي وايي چې طالب مشر اختر محمد منصور په وژل کیدو سره په افغانستان کې سوله نه شي راتلی او باید افغان حکومت د سولې لپاره هغه لار تقعیب کړي چې د افغان ولس ملي ګټې په کې نغښتې وي.

د کابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو د پوهنځي د پښتوڅانګې د دریم کال محصیله نګینه وايي" د ملا اختر محمد منصور مړینه فکرنه کوم چې د سولې لپاره ګټور ثابته شي خو لږ څه اومیدواري کیدلی شي چې افغانستان ته ورکړي ځکه چې ډير داسې شخصیتونه وژل شوي خو دافغانستان له سولې سره یې مرسته نه ده کړې."

په همدې حال کې رسنیو ته د ولسمشری ماڼۍ نه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اوس مهال وسله وال طالبان له افغان حکومت سره دسولې پرته بل انتخاب نه لري او باید له افغان حکومت سره د سولې لار خپله کړي .

د افغانستان د سولې عالي شورا په داسې حال کې له طالبانو څخه د سولې خبرو میزته د کیناستو غوښتنه کوي چې، د طالب مشر ملامنصور له وژل کیدو وروسته د رپوټونو پربنسټ یوځل بیا د ملا منصور د ځای ناستي په هدف د طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG