لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د شمالي بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالي ونیوله


بغلان د کندوز ولایت په گاونډ کې دی. تیرکال طالبانو د لږ وخت دپاره د کندوز مرکز باندې هم قبضه کړې وه
بغلان د کندوز ولایت په گاونډ کې دی. تیرکال طالبانو د لږ وخت دپاره د کندوز مرکز باندې هم قبضه کړې وه

د افغانستان د شمالي بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالي طالبانو ونیوله خو حکومتي مامورین وايي د خپلې تگ لارې د لاندې ددغه سیمې نه پشا شوي دي.

د ځايي مامورینو او اوسیدونکې د وینا ترمخه، طالبانو په ولسوالۍ بیگا ناوخته حمله وکړه او سیمه يي په خپله ولکه کې ونیوله.

حکومتي مامورین وايي د خپل جنگي حکمت عملۍ دلاندې حکومتي ځواکونه د ولسوالۍ نه پشا شوي دي. ویل کیږي وسله، فوجي موټرې او نور عسکري سازوسامان هم د طالبانو منگولو ته ورغلی دی.

ځايي اوسیدونکې وايي طالبانو د تیرو څو ورځو راهسې ددهنه غوري ولسوالۍ محاصره کړې وه او مقامي مامورینو ویلي د مرکزي حکومت لخوا ورته د طالبانو خلاف اضافي کومک نه و ورلیږل شوی.

د دهنه غوري ولسوالي د ولایت مرکز پلخمري سره نژدې پرته سیمه ده. بغلان په جغرافیايي توگه ډیر اهمیت لري. د مرکزي ایشايي ریاستونو نه افغانستان ته د بجلۍ کرښې هم ددې ولایت نه تیریږي. تیر کال دغلته طالبانو د پرمختگ له امله کابل ته د بجلۍ رسد د څو هفتو پورې ځنډیدلې وه.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد دعوه کړې چې په دهنه غوري د سپین بیر پورته کولو وړاندې يي گڼ شمیر افغان عسکر وژلي او ٣٣ نور يي ژوندې نیولې دي. طالبان اکثر افغان حکومت ته په لویه کچه د زیان رسولو دعوه کوي چې حکومتي مامورین يي ردوي.

بغلان د کندوز ولایت په گاونډ کې دی. تیرکال طالبانو د لږ وخت دپاره د کندوز مرکز باندې هم قبضه کړې وه.

طالبانو د نورستان وانت ویگال ولسوالۍ د نیولو دعوه هم کړې ده خو مامورینو هلته د جگړې تصدیق کړی خو په ولسوالۍ د طالبانو تصدیق يي نه دی کړی.

په عین حال کې د افغانستان جنوبي هلمند ولایت په گڼ شمیر ولسوالیو کې هم د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ سخته جگړه شوي ده. ویل کیږي د امریکايي ځواکونو کومک او د ډرون جهازونو استعمال د هلمند مرکز لشکرگاه په لوري طالبانو د پرمختگ مخه نیولې ده. افغان مامورین وايي په هلمند کې د طالبانو د جنگي لاس ته راوړنو یوه وجه د طالبانو هغه کمانډو دسته هم ده چې د شپې په وخت هم کاروايي کولی شي.

بلخوا ملا رسول چې په یو وخت کې د طالبانو نه جدا شوی و او خپله ډله يي جوړه کړې وه، بیا د گوندې مرکزي ډلې سره شامل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG