لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رایټس واچ افغانستان کې د شیعه مسلمانانو د تحفظ غوښتنه کړې


د انساني حقونو نړي والې ادارې د افغانستان په حکومت غږ کړی دی چې د هیواد میشته مسلمانانو ته دې تحفظ ورکړي
د انساني حقونو نړي والې ادارې د افغانستان په حکومت غږ کړی دی چې د هیواد میشته مسلمانانو ته دې تحفظ ورکړي

د انساني حقونو نړي والې ادارې د افغانستان په حکومت غږ کړی دی چې د هیواد میشته مسلمانانو ته دې تحفظ ورکړي.

د گل، دوشنبې، په ورځ په کابل کې په یو جومات کې د خونړۍ ځانمرگي حملې ورسته خپل بیان کې هیومن رایټس واچ ویلي داعش د شیعه مسلک منونکو خلاف حملو کې چټکتیه راوستې ده چې له امله يي د گڼي گوڼې هیڅ ځای محفوظ نه دی.

د هیومن رایټس واچ د افغانستان څیړنکارې پیټریشه گاسمن د افغانستان حکومت او ټولنیزو مشرانو ته پکار دي چې د شیعه مسلمانانو تحفظ یقیني کړي. هغې وویل د یو خاص مسلک منونکی یا عام ملکي خلک په هدف کول د انسانیت خلاف جرم دی.

د کابل ښار د باقرالعلوم مدرسې په مسجد کې د دوشنبې په ورځ د عاشورا د څلویښتمې ورځې دلمانځلو په مراسمو ترسره شوی ځانمرگي حمله کې د دیرش نه زیات کسان وژل شوي او د ٦٠ نه زیات نور کسان زخمیان شوې دي.

ددغه برید مسولیت د داعش وسله والو پرغاړه اخیستی دافغانستان د جمهو ريیس او جراییه ريیس په ګډون پخواني جمهمو ريیس حامد کرزي، هند ، پاکستان ، دبشري حقونو خپلواکو ادارو، په افغانستان کې دناټو غوڅ ماموریت ملاتړ او یو شمیر نورو بیلابیلو سازمانونو په سختو ټکو غندلی دی.

ویل کیږي شیعه مسلمانان د افغانستان د ابادۍ د لسو نه تر د ١٥ فیصد برخه دي او هیومن رایټس واچ خپل بیان کې ویلي سږ کال د جولايي د میاشت راهسې په شیعه مسلمانانو په حملو کې د ٥٠٠ نه زیات کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG