لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پر خلاف ملګروملتونو ته د افغان حکومت اعتراض


یوې حکومتي سرچیني امریکا غږ ته ویلي، چې افغان حکومت په نیویارک کې ملګرو ملتونو ته د جنورۍ له لومړۍ نېټې د پاکستان د توغندیزو بریدونو او په افغان حریم د پاکستان د هوايي چورلکو د بمباریو په خلاف اعتراض لیک سپارلی دی.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي، چې دا اعتراض لیک په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر تېره ورځ دغې ټولنې ته سپارلی دی.

دا په داسې حال کې دي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي ماموریت د مارچ په اتمه د چارشنبې په ورځ ددی لیک د سپارلو په اړه بی خبري وښوده او امریکاغږ ته یي وویل چې په ملګروملتونو کې افغان سفارت داسی کوم شکایت د ملګرو ملتونو سازمان ته ندی سپارلې.

ددغه اعتراض لیک یوه نسخه چې امریکا غږ ترلاسه کړې پکې ویل شوي، چې د پاکستان پوځ د سږني میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تراوسه ۱۲۶۶ توپونه او توغندي افغان لوري ته ویشتي او څلور نیم سوه کورنۍ یې کډه کولو ته اړې کړي دي.

په لیک کې د پاکستان دا توغندیز بریدونه ښکاره د نړیوالو قوانینو نه سرغړونه بلل شوې ده او ویل شوي، چې د پاکستان پوځ په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان توغندي ورولي او د افغانستان هوايي حریم ته یې چورلکي ننوتلي دي.

په لیک کې راغلي، چې پاکستاني پوځ دا توغندي د ننګرهار په لعلپوره، ګوشته او د کنړ په سرکاڼو او خاص کنړ ولسوالیو ویشتلي دي.

افغان حکومت ملګرو ملتونو ته خپلې اندېښنې ښودلي، دا بریدونه یې ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي، چې دا بریدونه د افغانستان او پاکستان اړیکې لاپسې ترینګلې کوي. افغان حکومت دا هم ویلي، چې دا بریدونه د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

په لیک کې یو قول داسې هم راغلی، چې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، ترڅو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان ددغو بریدونو په تړاوو مناسب ځواب ووايي.

په سند کې د لال شهباز قلندر په زیارت له برید وروسته پاکستان د ډیورېنډ په کرښه د تورخم او سپین بولدک د مزو د تړلو ترڅنګ په ځینې سیمو بریدونه هم زیات کړل.

په اسلام آباد کې د پاکستان خارجه وزارت یو چارواکې ویلي ملگرو ملتونو ته د افغان حکومت د اعتراض په اړه خبرونه یي ترلاسه کړي دي. چارواکی وايي پاکستان به د افغان حکومت په اقدام هله ځواب وايي چې په دې لړ کې په رسمي ډول څه دستاویز ترلاسه کړي.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا څانگې په مننه خپرول کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG