لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو پښتانه مشران: پاکستاني پوځیان دي د قبایلي سیمو څخه وځي


د نهې، سه شنبې، په ورځ په غونډه کې د ډیورند پر کرښه د دواړو غاړو قبایلي مشرانو غږ یو و او دوی ویل چې نور د 'محکومیت' دغه رسۍ له خپلو غاړو لرې کول غواړي
د نهې، سه شنبې، په ورځ په غونډه کې د ډیورند پر کرښه د دواړو غاړو قبایلي مشرانو غږ یو و او دوی ویل چې نور د 'محکومیت' دغه رسۍ له خپلو غاړو لرې کول غواړي

د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو یو شمیر قبایلي مشرانو په جلال اباد ښار کې د "سولې او ورورولۍ قبایلې جرګه" په یوه لویه غونډه کې د پاکستان په حکومت غږ وکړ چې 'قبایل ترهګر نه دي' او په کرښه د ازغن تار لګول ورته د زغملو وړ نه دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په غونډه کې د ډیورند پر کرښه د دواړو غاړو قبایلي مشرانو غږ یو و او دوی ویل چې نور د 'محکومیت' دغه رسۍ له خپلو غاړو لرې کول غواړي.

د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې د قبایلو د اوو ایجنسیو مشر زرجان شینواری په غونډه کې وویل "مونږ په خپله خوښه دلته راغلي یو، ځکه هلته خپل غږ نه شو پورته کولی. زما دوه وروڼه هلته دي او درې وروڼه مې د کرښې دې غاړې ته دي، نو مونږ په پوله کې نه تعمیرات غواړو او نه کټارې غواړو، پاکستان دې هم واوري او نړیوال دې هم واوري چې مونږ د دواړو غاړو د قومونو بېلوول نه غواړو".

د قبایلي ایجنسیو دغه مشر دا هم وویل چې پاکستان غواړي د ډیورنډ پر کرښه د داعش لپاره لوی مرکز جوړ کړي.

هغه زیاته کړه "زمونږ په سیمه کې جوړ کورونه پاکستان وارنوي او دلته غواړي چې د سرحدي قبایلو او ازادو قبایلو په دې سیمه کې د داعش لپاره یو لوی ګارنیزیون جوړ کړي، دا ډېر اوږد جنګ دی مونږ نور جنګ نه غواړو".

د کرښې د هغې غاړې قبایلي مشرانو په ښکاره د پاکستان حکومت د دواړو غاړو قبایلو پر ځپنه او وژنه تورن کړ او دا یې هم وویل چې هغه غاړه حکومت او څارګره اداره د دوی نسل د جهالت کندې ته مخ کوي.

د وزیرستان د قبایلو مشر ډاکټر حیات مسود وویل " مونږ هلته یو محکوم ولس یو، هلته مونږ غږ پورته کولو ته څوک نه پرېږدې، مونږ دلته راغلو او له نړیوالو غواړو چې مونږ ته خپل حقونه راکړي".

دوی وايي په تېرو څو لسیزو کې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې مېشت تر اته نیم زره قبایلي مشران او د سر سړي وژل شوي دي. دوی ډېره ذمه واري د هغې غاړې پر واکمنو اچوي.

د ډیورنډ کرښې په افغان غاړه کې مېشتو قومي مشرانو هم د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د قبایلو له وژنې او محکومیت نه دې لاس واخلي.

د ننګرهار د مومندو یو قومي مشر جهانزېب مومند وویل " پاکستان زمونږ خواته توغندي راغورځوي او غواړي چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمو څخه خلک وباسي وروسته د هغوی پوځیان دې خواته راشي او ساحې ونیسي".

په دغه غونډه کې هغه اوه ماده ایز پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې د کرښې په دواړو غاړو کې د مېشتو قبایلو د ژوند خوندیتوب او یوالي غږ پکې شوی و.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې "مونږ ټول قبایل د دنیا خلکو ته اواز ورکوو چې قبایل ترهګر نه دي بلکه د ترهګرۍ ښکار دي. دویم د قبایلي علاقو څخه دې پاکستان پوځیان وباسل شي. درېیم مونږ د ډیورنډ پر فرضي کرښه اغزن تار او کټارې نه مني،لر او بر یو ولس دی او د قبایلي علاقو اوسېدونکي دې پرېښودل شي چې له ویزو پرته تګ راتګ وکړي".

په پرېکړه لیک کې پر افغان حکومت غږ شوی و چې د قبایلي ځوانانو لپاره دې د زده کړو زمینه برابره شي.

په پرېکړه لیک کې غږ شوی و چې د راتلونکي لپاره دې د کرښې د دواړو غاړو قبایلو د ستونزو د حل لپاره یوه لویه جرګه هم راوبلل شي.

یادگیرنه: دا خبره د وي او ای اشنا په مرسته خپرول کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG