لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان د پارلیماني ډلې د کابل سفر هدف تړلې دروازې پرانستل وو، ایاز صادق وايي


ایاز صادق وویل پارليماني پلاوی "د يو بل دپاره د تړلو دروازو خلاصولو له تلی و مونږ د خپلو مسلمانانو وروڼو سره ماتو اړيکو جوړولو او سازګارولو له تلي وو."

د پاکستان د قامي اسمبلۍ اسپيکر ایازصادق د پارلماني پلاوي د کابل د سفر نه په بيرته راتګ رسنيو سره په خبرو کې وويل د افغان صدر اشرف غني سره په ليدنه کې ورته هغه خپل او دويې خپل تحفظات وړاندې کړه.

اياز صادق وويل پلاوی يې کابل ته د "تاؤتريخوالي او فهرستونو ورکړې راکړې له نه وو تلي مونږ نوي پیل (شروعاتو) له تلي وو."

هغه زياته زر به د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر کابل ته ځي نو د مشکوک ترهگرو د فهرستونو په اړوند خبرې به هغه کوي.

ایاز صادق وویل پارليماني پلاوی "د يو بل دپاره د تړلو دروازو خلاصولو له تلی و مونږ د خپلو مسلمانانو وروڼو سره ماتو اړيکو جوړولو او سازګارولو له تلي وو."

غه وويل په دغو ليدنو کې "د دواړو خواؤ نه دا خواهش وليدل شو چې قطع شوې اړيکې نه یواځې چې بيرته په ځای شي بلکې مثالي دې جوړې شي".

ايازصادق وويل افغان مشرانو، پارليماني غړو او اولس يو څيز نظر لرلو او هغه يواځې د دوستۍ او اړيکو ښه کولو نظر و "او مونږ هم هغويې ته وويل چې قطع اړيکې بيرته په ځای کول غواړو."

هغه وويل افغان مشرانو ورته باور ورکړی دی چې ډېر زر به پخوانی افغان صدر حامد کرزۍ او اجرائي رئيس عبدالله عبدالله د پاکستان سفر وکړي او د اړيکو لړۍ چې چرته ماتې شوې د هغه ځايه به يې بيرته پیل کړي.

اياز صادق وويل د افغان پارليماني او قبايلي مشرانو سره یې ګټورې ليدنې وشوې او نوموړي د افغان حکومت او اولس لخوا د خپلې میلمستيا او عزت مننه وکړه چې دويې يې ډېر نازولي دي.

د ایازصادق په مشرۍ ۱۵ کسیزه پارلماني پلاوی د شنبې/خالي په ورځ د کابل په سفر تلی وو.

دغه ډول د افغان صدر د ماڼۍ ارګ څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي د افغانستان د ملي يو والي حکومت د پاکستان د پارلماني پلاوي د کابل سفر " د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د ګډ تفاهم او باوري فضا رامنځته کولو دپاره مناسبه موقع ګڼي".

د ارګ بيان وايي دغه تګ د افغانستان او پاکستان د خلکو ګډو اړيکو جوړولو، د ورپېښو ستونزو ، ننګونو او دا وخت چې دواړه هېوادونه د ترهګرو ډلو له کړنو او ګواښونو سره مخ دي، په وړاندې همغږي موثر کولی شي.

دغه رنګ "د افغانستان حکومت تمه لري چې دا کتنې به د باور فضا په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي او پخوانۍ بې باوري به له منځه یوسي".

دا وړومبی ځل دی چې د پاکستان د پارلمان د استازو دغه ډول پلاوي د کابل سفر کړی دی.

پاکستاني پلاوي دغه سفر په داسې حال کې کړی چې په وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې په سر تاؤ تريخوالی جوړ شوی او کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې په خپله خاوره د افغانستان په ضد طالبانو ته ځای ورکوي، ولې پاکستان دغه تورونه ردوي.

د سپيکر اياز صادق په مشرۍ پارلماني پلاوي کې د عوامي نيشنل ګوند علام احمد بلور، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اچکزی، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ او په پارلیمان کې د موجودو نورو ګوندونو غړي هم شامل وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG