لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د ډېورنډ په کرښه د ازغن تارلګېدو پرضد مظاهرې، پاکستان يې دفاع کوي


کابل کې د ډېورنډ په کرښه د ازغن تارلګېدو پرضد مظاهرې، پاکستان يې دفاع کوي
کابل کې د ډېورنډ په کرښه د ازغن تارلګېدو پرضد مظاهرې، پاکستان يې دفاع کوي

د افغانستان پلازمينه کابل کې نن د زيارت په ورځ لسګونو کسانو د ډېورنډ په کرښه د پاکستان د پوځ لخوا د ازغن تار لګېدو پرضد لاريونونه او مظاهرې کړي دي.

بل لور ته د پاکستان د خارجه دفتر وياند نفيس ذکريا ويلي افغانستان سره په پوله ازغن تار د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره لګول کيږي.

راپورونه وايي کابل کې لاريون کوونکو د ډېورنډ په کرښه د پاکستان د پوځ لخوا د ازغن تار لګولو او پاکستان د لاس وهنې په ضد نعرې وهلې. ولې لاريون کوونکي د پاکستان سفارتخانې او ملي شورا وداني پله تګ ته نه دي پرېښودی شوي.

په لاريون کې چې سياسي شخصیتونه او د مدنې ټولنې خلک موجود ؤ، د لاريون راجوړؤنکي حبيب الرحمان ويلي " مونږ د افغانستان له دولت، پارليمان، جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست څخه غواړو چې د لوې افغانستان د جوړولو په برخه کې دې فشار راولي ترڅو د ډیورنډ کرښه له منځه لاړه شي".

لاریون کوونکو ويلي د خپلې خاروې ساتنې دپاره سر ورکولو ته تيار دي، او هيڅ يو ملک او په خصوصي توګه پاکستان ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان وجود ته زيان ورسوي.

دوي په افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو موجودګي د افغانانو د وژنې د لړۍ دوام ګڼلی او له دغه هیواد څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو غوښتنه يې کوله.

همداشان د دغه لاریون د پرېکړې په بيان کې د افغانستان په اړوند د روس، ایران او پاکستان د ائتلاف غندنه هم شوې ده.

د شورو/چهارشنبې په ورځ افغان حکومت د ډېورنډ په کرښه د پاکستان د پوځ لخوا د ازغن تار لګولو اقدام غندلی او د دغه هیواد دا عمل یې یو اړخیز او بې فایدې ګڼلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني په کابل کې خبريالانو ته ويلي د ډیورنډ په کرښه د پاکستان د پوځ لخوا د پوځي تحرکاتو او سرحدي سرغړونو یو هدف د دغې کرښې په اړه د نړیوالې ټولنې ذهنیت بدلول دي.

هغه ويلي دا تحرکات ځکه ګټه نه لري چې د افغان حکومت د صلاح نه بغېرکیږي.

نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس ذکريا خبريالانو ته په اوونيز احوالو تېرولو کې ويلي، پاکستان په افغانستان کې د پراکسي جګړې غندنه او مخالفت کوي.

هغه زیاته کړې يې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره پاکستان افغانستان سره په پوله ازغن تار لګوي او د هغې علت په ډاګه دی او افغانستان یې په خپلو تحفظاتو خبر کړی دی.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېد باجوه نزدې لس ورځې وړاندې د قبايلي سیمو د دورې په مهال ويلي ؤ افغانستان سره په پوله يې د ازغن تار په لګولو پېل کړی او ویلي يې ؤ چې اول په هغو سيمو کې دغه تار لګول کیږي چرته چې وسله وال په اسانۍ سره په پوله تګ راتګ کوي.

د پوځ مشر ويلي ؤ د باجوړ او مومند ایجنسۍ ترټولو خطرناکې سيمې دي او اول هم په دغو سيمو کې ازغن تار لګوي.

افغانستان په رسمي ډول د ډېورنډ کرښه نه مني او پاکستان وايي دا نړيواله منل شوې پوله ده.

افغانستان په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې تُندلارو ته ځای ورکړی او هغه په افغانستان کې ترهګري کوي، ولې اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

دغه ډول د اسلام اباد لخوا لګېددونکي تورونه کابل هم ردوي.

يادګېرنه: په خبر کې ځينې برخه د وي او ای اشنا سروس څخه اخستل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG