لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیاسي اړیکو تاوتریخوالي اساسي علتونه څه دي؟


د افغانستان صدر اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم نوازشریف
د افغانستان صدر اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم نوازشریف

څیړنکاران واي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرابو اړیکو عمومي علتونه دا دي چې د پاکستان په افغانستان کښې خپل د خوښې حکومت جوړولو، د ډیورنډ لانجمنه کرښه، او د پاکستان په خاوره حقاني ډلې ته ځای ورکول دي. پاکستان هغه مهال د افغانستان سره سیاسي اړیکې ښې وې کله چې افغانستان کښې د پاکستان په خوښه حکومت وو کله چې د پاکستان حکومت په پیښور کښې د مجاهدینو موقت حکومت په کال ۱۹۹۲ کښې جوړ کړو او د ښاغلي ډاکټر نجیب الله حکومت ونړیدو. د پاکستان حکومت د مجاهدینو او همداشان په کال ۱۹۹۶ کښې د طالبانو د رژیم سره خورا ډیرې مرستې وکړې.

کله چې په کال ۲۰۰۱ کښې د طالبانو رژیم هم نسکور شو نو د افغانستان نوي حکومت سره د پاکستان سیاسي اړیکې په لومړیو کښې په ظاهره ښې وې خو د افغانستان په تګلارې سختې نیوکې وې.

د ډیوه راډیو سره د خبرو پر مهال امریکا کښې میشت سیاسي څیړنکار واحد فقیري وايي د نوي حکومت رامنځ ته کیدو سره د طالبانو لخوا د هیواد دننه بریدونه زیات شول او د افغانستان دریځ دا وو چې دغې ډلې ته هلته ځایونه ورکول شوې او د جګړې لپاره وسلې هم ورکول کیږي نو ښاغلی کرزی چې هغه مهال د افغانستان ولسمشر وو د پاکستان څخه غوښتنه وکړل چې پر طالبانو دې فشار واچوي او په خپل خاوره دی د هغوي پالنه نه کوي نو یو مهم علت چې د دواړو ترمنځ اړیکې ترینګلی شوې د افغانستان امنیت او هلته زیاتیدونکی ترهګرۍ وه. ښاغلي کرزي خپل د واک په اخرو کښې نړۍ ته وویل چې پاکستان د دوی څخه څو څو ځلې دا غوښتنه وکړه چې د ډیورنډ کرښه دې په رسمیت وپیژني او که دا کار وکړي نو پاکستان به د دوی سره هیڅ شان ستونزه و نه لري.

د ډیوه څیړنکار پیرزبیر شاه وايي چې د پاکستان سره تل د ډیورنډ د کرښې په تړاو هم اندیښنې دي. هغه زیاتوي چې پاکستان په وروستیو کښې د تورخم او چمن پولو هر ځل تړلو وجه هم دا ده چې غواړي پر افغانستان فشار زیات کړي تر څو د ډیورنډ کرښه پرې ومني خو تر دا دمه نه افغان ولس او نه هم د افغانستان حکومت دغه کرښه په رسمیت پیژني.

بلې خوا که تاریخ ته کتنه وشي نو د برتانيوي هند راج پرمهال هم د افغانستان د بهرنیو چارو پالیسۍ د برتانیې په واک کښې وه. د ډیوه څیړنکار او همکار ښاغلی بهروز خان وحدت وايي چې د دغو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي یو بل علت دا هم دی چې پاکستان اوس هم غواړي د افغانستان په بهرنیو چارو ټګلارې کښې لاس وهنه وکړي او په افغانستان کښې داسې یو حکومت پلې وي چې د دوی هره غوښتنه ومني لکه څنګه چې د طالبانو دورې پر مهال د طالبانو مشر ملا محمد عمر د پاکستان هره غوښتنه منل او اړیکې ډیرې ټینګې وې خو ملا عمرهم ورسره تر اخره د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پیژندله.

امریکا لپاره پاکستان یو باوري ملګری وو او ورسره یې پوځي او مالي مرستې کولې. پاکستان امریکې ته په خپل هیواد پوځي اډې او د ناټو سپلای روټ هم وړکړی وو خو کله چې امریکا ته د پاکستان دوه مخیزه پالیسي په ډاګه شول چې یوې لورې ته طالبانو سره مرستې کوي او په افغانستان کښې جګړه دوامداره ساتي تر څو ورته مالي مرستې روانې وي. نو امریکا خپلې پوځي او نورې مالي مرستې یا خو ودرولې او یا یې تر ډیره کمې کړی او دا د دواړه هیوادونو د اړیکو د خرابیدو سبب شو. دې کار افغانستان ته هم موقع ورکړه چې امریکا او ناټو هیوادونو سره یوه کلکه ملګرتیا جوړه کړي.

دا مهال پاکستان هم د نړیوالو هیوادونو د سختو نیوکو لاندې دی او دا چې امریکا هم پرې فشار اچولې چې حقاني شبکه او د طالبانو ډلې ته دی په هیواد کښې پټنځایونه نه ورکوي خو پاکستان تر اوسه دغو غوښتنو ته په عملي توګه نه دی تيار شوې او دغه ټول تورونه بلي نه حقیقت.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG