لاس رسیدونکی لینک

سرتاج عزیز: ترڅو افغانستان اندیښې لرې کړي نه وي نو لاره به تړلي وي


سرتاج عزیز په اسلام اباد کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال سره د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو ملاقات کې د سرحد په موضوع خبرې اترې وکړې. سرتاج عزیز سره د لیده کاته تصدیق ښاغلي زاخیلوال په ټویټر خپل یو پیغام کې وکړو

ترڅو افغانستان د پاکستان اندیښنې نه وي لرې کړي، افغانستان سره د پاکستان د چمن سرحدي لاره به بنده وي. دا خبره خارجه چارو لپاره د پاکستاني وزیراعظم مشیر سرتاج عزیز کړې ده.

سرتاج عزیز په اسلام اباد کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال سره د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو ملاقات کې د سرحد په موضوع خبرې اترې وکړې.

د "باب دوستۍ" یا د ملگرتیا د دروازې په نوم د چمن ښار سره نژدې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تگ لاره تیره هفته د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د حدبرارۍ په سر د نښتو ورسته تړل شوي ده. په دغه جگړه دواړو خواو ته د لسو نه زیات کسان وژل شوي دي.

په پوله د دواړو هیوادونو ترمنځ نشخړه د پاکستاني مامورینو د ډیورنډ کرښې د افغانستان لورې ته د هلو ځلو په نتیجه کې رامنځته شوه، په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال وايي.

د ښاغلي زاخیلوال سره د وي او ای خبریال افتخار حسین مرکه دلته اوریدی شئ:

XS
SM
MD
LG