لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان او پاکستاني ځواکونو په جگړه کې د پاکستان په خوا یو کس وژل شوی


په چمن کې د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي وايي د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې د کلي لقمان، کلي جهانگیر، گوري کهول او گداره باغیچه سیمو کې شوي دي او د تیر سحر پورې جاري وې
په چمن کې د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي وايي د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې د کلي لقمان، کلي جهانگیر، گوري کهول او گداره باغیچه سیمو کې شوي دي او د تیر سحر پورې جاري وې

د افغانستان او پاکستان په شریکه پوله د پاکستان چمن ښار سره نژدې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي چې پکې د پاکستان په خوا یو ملکي کس وژل شوی او ١۴ نور زخمیان دي. رپورټونه وايي د جگړې له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ د چمن سرحدي لاره تړل شوي ده.

په چمن کې د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي وايي د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې د کلي لقمان، کلي جهانگیر، گوري کهول او گداره باغیچه سیمو کې شوي دي او د تیر سحر پورې جاري وې.

پاکستاني امنیتي ادارو مامورینو نعمت الله سرحدي ته وویل په دغه سیمو کې پاکستاني چارواکي د سرشمیرنې په غرض تللي وو خو افغان ځواکونو يي مخه ونیوله او په نتیجه کې د دواړو خواو ترمنځ ډزې پیل شوي.

د چمن په سول هسپتال کې ډاکټر اختر رودي په جگړه کې د یو ملکي کس د وژل کیدو او د ١۴ و زخمیانو تصدیق وکړو.

پاکستاني مامورینو په سمدستي توگه په رسمي ډول د نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

لقمان کلی د ډیورنډ کرښې په نوم د پاک افغان پولې ته نژدې پورت دی. افغانان وايي لقمان کلی د افغانستان په سپین بولدک ولسوالۍ کې پروت دی خو پاکستان يې د خپلي خاوري برخه بولي.

د افغانستان په کندهار ولایت کې میشته د وي او ای اشنا خبریال عزیزالله پوپل په دې اړه د افغان مامورینو له قوله دا تفصیل لري:

د کندهار په سپین بولدک کې د افغان سرحدي ځواکونو او د پاکستاني ملېشه وو ترمنځ نن سهار جګړه پيل شوې او لاهم دوام لري.

جګړه نن سهار ۳ بجې د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان کلي سره پيل شوې

لقمان کلی په سپین بولدک ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې پروت بانفوذه کلی دی چې پاکستان يې د خپلي خاوري ادعا لري.

خو افغان لوری د پاکستان دا ادعا ناسمه ګڼي او لقمان کلی د سپين بولدک ولسوالۍ مهمه برخه بولي

د کندهار د امنيې قومندانۍ یوه لوړ پوړي منصبدار غورځنګ افردي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې "پاکستاني ملېشه مخکې هم راغلي وو او غوښتل يې په لقمان کلي کې سرشمیرنه وکړي خو موږ يې مخه ونیول او نن سهار ۳ بجې کله چې دوی غوښتل بیا کلي ته راشي موږ يې پرضد نظامي اقدام وکړ او تر اوسه مو د پاکستاني ملېشه وو ۲ ټانګونه سوځلي او جګړه لاهم روانه ده."

د جګړې له کبله د بولدک – چمن دروازه هم د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې او سپین بولدک ولسوالۍ ته تازه دمي افغان ګډ ځواکونه رسیدلي.

یادگیرنه: د افغان مامورینو دریځ کندهار څخه د وي او ای اشنا خبریال عزیزالله پوپل راټول کړی دی

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG