لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مامورینو طالبانو د گټو په اړه د سرتاج عزیز خبرې ردکړې


دافغانستان د جمهور ريیس ویاند مرستیال دواخان مینه پال
دافغانستان د جمهور ريیس ویاند مرستیال دواخان مینه پال

افغان چارواکو د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز هغه څرګندونې چې ویلي دي د جګړې په ډګرکې افغان طالبان نه دي مات شوي او د هغوی جنګي وړتیا وې دافغانستان په خاوره کې دي، له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

دافغانستان د جمهور ريیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د پاکستان صدراعظم دبهرنیو اړیکو دسلاکار وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې وسله وال طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې له سختې ماتی سره مخ شوي او پاکستان غواړي دې ډول څرګندونو سره نړۍ تیرباسي.

په همدې حال کې دافغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د سرتاج عزیزوروستي څرګندونې رد کړې.

غورځنګ له ډیوې رايډو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د شوراګانو موجودیت ، ددې څرګند ثبوټ دي چې لاهم طالبان په هغه هیوا کې د افغانستان د حکومت پرضد جګړییز پلانونه جوړوي او روزنه یې په هغه هیواد کې دوام لري.

د پاکستان حکومت په داسې حال کې پر وسله والو طالبانو د اغیز نه لرولو، له افغان ځواکون سره په جګړه کې د طالبانو د نه ماتیدو او همداراز د افغانستان په خاوره د طالبانو د جنګي وړتیاو د موجودیت ادعا کوي چې څومیاشتې وړاندې امریکا ، چین ، پاکستان او افغانستان مشرانو په څلور اړخیزه غونډو کې پریکړه کړې وه چې که افغان طالبان سولې ته حاضر نه شي نو څلور واړه هیوادونه به یې پر وړاندې په پوځي اقدام لاس پورې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG