لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قرغه کې د موسیقۍ بنډار، افغان ځوانان د موسیقۍ مینه وال دي


د افغان ځوانانو د راغونډیدو په هدف دغه بنډار چې له کابل ښار څخه ۸ کلیومتره لرې د ښار په لویدیځ کې د قرغې په ښکلې تفریحي سیمه کې جوړ شو، د یوشمیر حکومتي چارواکو سربیره لسګونو ځوانانو په کې برخه واخیسته
د افغان ځوانانو د راغونډیدو په هدف دغه بنډار چې له کابل ښار څخه ۸ کلیومتره لرې د ښار په لویدیځ کې د قرغې په ښکلې تفریحي سیمه کې جوړ شو، د یوشمیر حکومتي چارواکو سربیره لسګونو ځوانانو په کې برخه واخیسته

که څه هم له افغانستان څخه هره ورځ د بې امنیو او د تشدد د پیښو رپوټونه ورکول کیږي خو په بنډارونو کې د لسګونو ځوانانو براخه اخیستنه او دهغوي خوښي دا ثابتوي چې د دوي پر روحې يي کوم خاص تاثیر نه دی کړی او افغان ځوانانو د خپلې موسیقۍ او کلتور سره مینه د لاسه نه ده ورکړې.

د افغان ځوانانو د راغونډیدو په هدف دغه بنډار چې له کابل ښار څخه ۸ کلیومتره لرې د ښار په لویدیځ کې د قرغې په ښکلې تفریحي سیمه کې جوړ شو، د یوشمیر حکومتي چارواکو سربیره لسګونو ځوانانو په کې برخه واخیسته.

د ځوانانو دا بنډار چې د محلي موسقۍ او تمثیلي ټوټو په وړاندې کولو سره بدرګه کیده ، په اړه یې د لوګر ولایت اوسیدونکی عبدالمعروف عزیزي داسې وايي "په ځانګړې توگه دغه مجلس یا بنډار د ځوانانو لپاره ډیر مفید وو ، ځکه نن سبا ځوانان د داسې لارو چارو د پیدا کیدو لپاره کوښښ کوی چې د هغې لارې خپل مهارت او زده کړې نورو ته ورښیي نو دغه بنډار د مهارت د زده کړې او نورو ته د ښودلو لپاره ډیر مفید دی."

په همدې حال کې د تفریحي بنډار د جوړیدو مسول مطیع الله ځلاند له ډيوې راډیو سره په خبرو کې د ځوانانو لپاره د بنډارونو جوړل د تفریح او دهغوی د پیژند ګلوۍ لپاره ګټور ګام بولي او له افغان حکومت څخه یې د افغانستان په نورو ولایتوکې د ورته بنډارونو په جوړیدوکې د مرستې غوښتنه وکړه.

د بنډار د جوړیدو مشر مطع الله ځلاند وايي "که دافغانستان حکومت له مونږ سره په ولایتونو کې دولتي ځایونه له مونږ سره شریک کړی چې په هغه کې د ځوانانو لپاره عملي او تفریحي برنامې په کې جوړې کړو ، دا به له مونږ سره لویه مرسته وي."

د افغانستان د اطلاعاتو اوکلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال ډاکتر کمال سادات د ځوانانو د یوالي لپاره د بنډارونو جوړول ګټور ګام بولې او د وزارت لخوا یې د ځوانانو د پرمختګ په هربه برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د ځوانانو د چارو مرستیال کمال سادات وايي "ځوانانو که چیرې تاسو غواړی په حکومتي اداره چې هلته د غونډو تالار وي ، بنډارونه او غونډې جوړې کړی ، مونږ په ټول افغانستان کې د ځوانانو په خدمت کې یو ، خو که دوی له مونږ نه غوښتنه وکړي ، ځوانان دې راشي او زمونږ له امکاناتو څخه دې ګټه پورته کړي."

سره له دې چې افغانستان ۵ زره کلن شاه لید لري او وروستیو څو لسیزو جګړو ددې هیواد تاریخي بنسټونه له منځه وړي خو د تیرو ۱۴ کلنونو را په دیخوا یوشمیر مدني ټولنو د افغان کلتور د بیا را ژوندي کلو لپاره مټې رانغاړلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG