دافغانستان حکومت وايي، پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو او حملو په تړاو پرافغان حکومت د تورونودلګیدو پرځایي دې اسلام اباد باید دټولو ترهګرو پرضد چې پاکستان ، افغانستان اوسیمه یې له سترګواښ سره مخامخ کړې ،ریښتنې مبارزه وکړی او ترهګرو ډلوته دې په غیږه کې نور ځای ورنه کړی او له هرډول ملاتړنه دې لاس واخلي.
د افغانستان د فاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دپاکستاني چارواکو هغه اداعا په کله رد کړه چې ویلي دي، په پاکستان کې دتیرې اونۍ وروستي بریدونه دافغانستان په خاوره کې د وسله والو لخوا تنظیم شوي دي.
جنرال دولت ویزري له ډیوې راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستان د ټولې نړۍ د ترهګرو د روزنې او پټن ځای اصلي مرکز دی او نه یوازې دهغه هیواد لپاره سترخطر دی، بلکې افغانستان او دسیمې هیوادونه یې هم د جدي ګواښ سره مخامخ کړي دي.
وزیری وايي:((نړیوالې ټولنې ته معلومه ده او خپله پاکستان هم په دې پوهیږي، د تروریستانو ځالې ، دهغوی د ښونې او روزنې ځایونه، دهغوی تمویل او تجهیز، د طالبانو مشران ملاعمر، ملامنصور، اسامه بن لادن دوی په پاکستان کې اوسیدل او هلته ووژل شول، لشکرطیبه، لشکر جنګوي، جیش محمد، عربان، چیچین او د منځۍ اسیا بنسټ پاله ډلې ، ددې ټولو ډلو مرکزونه په پاکستان کې دي او هلته یې روزنه دوام لري.))
وزیري زیاته کړه افغانستان د ترهګرۍ قرباني شوی او سترزیانونه یې لیدلي دي او له همدې امله هیڅ یوې ډلې ته ددې اجازه نه ورکوي چې خاوره یې دپاکستان پرضد وکاروي.
وزیري زیاته کړی:((افغان حکومت په افغانستان کې په قطعي توګه ترهګرو ته ځای نه ورکوي، نه یې طرف داري کوي، نه په کې لاس لري او نه د لته د کومو ترهګرو مرکز شته، مونږ خپله د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ډیره قرباني ورکړې او وطن مو خراب شوي دی، ښه به دا وي چې پاکستان له ترهګرۍ ضد په جګړه کې د زړه له کومې مرسته وکړي او هغوی ته په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي ترڅو هم خپله او هم نور له دغه شره خلاص شي.))
په پاکستان کې د تیرې اونۍ د ترهګریزو حملو په غبرګون کې پاکستاني چارواکو له افغانستان سره ټولې لارې دهرډول تګ راتګ لپاره وتړلې.
خو د سیاسي او بشري چارو افغان څیړونکی استاد ودیرصافی وايي، پاکستان د کورني امنیت دتامین او پرافغان حکومت د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندلو لپاره خپلې ټولې لارې له افغانستان سره تړلي او پروینا یې دا اقدام د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو څخه دپاکستان لویه سرغړونه ده.
صافي وویل:((پاکستان د ډیورنډ کرښې په اړه داسې نظر لری چې دا د ډیورنډ لاین نه دی، دا یوه فرضي کرښه ده او غواړي چې پرافغان حکومت یې په رسمیت وپیژني چې داکار ناممکنه ده او اوس چې د هرډول تګ راتګ لپاره تړلې، دا عمل دپاکستان خلاف دنړیوالو پرانسیپونو دی او دنړیوالو حقوقو له لحاظه حق نه لري بلکې مکلفیت لري چې خپلې لارې د تګ راتګ لپارې پرانیستي وساتي اودا عمل د پاکستان سلامتیا ته نور هم زیان رسولی شی.))
دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان د پوځ چارواکو په یوه تازه بیان کې ویلي، د وروستیو بریدونو په تړاو یې تیره ورځ په اسلام اباد کې د افغان سفارت یوشمیر ډیپلوماتان احضار کړي او هغوی ته یې د ۷۶ تنو وسله والو هغه لیست سپارلی چې په وینا یې دافغانستان په خاروه کې د پاکستان په خلاف ترهګریز فعالیتونه کوي.
د رپوټونو له مخې پاکستاني چارواکو له افغان ډیپلوماتانو څخه غوښتي چې په لیست کې دشاملو وسله والو پروړاندې دې افغان حکومت چټک عملیات ترسره کړي او یادې ژوندي ونیسي او دپاکستان حکومت ته دې وسپاري ، خو دافغانستان حکومت په خپله خاوره کې دپاکستان خلاف ترهګریزو ډولو شتون په کلکه رد کړی اودهغه هیواد دچارواکو څرګندونې یې له حقیقته لرې بللي دي.