لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتیکا کې د یو طالب قوماندان د فاتحې پر مراسمو ډرون برید


 پکتيکا د والي له دفتره په يو خپور شوي بيان کې راغلي دي، دغه بريد پرون غرمه مهال دولس بجې شوی او هغه وسله وال په کې په نښه شوي، چې د وژل شوي طالب قوماندان کرامت خان د فاتحې له مراسمو ستانه شوي وو
پکتيکا د والي له دفتره په يو خپور شوي بيان کې راغلي دي، دغه بريد پرون غرمه مهال دولس بجې شوی او هغه وسله وال په کې په نښه شوي، چې د وژل شوي طالب قوماندان کرامت خان د فاتحې له مراسمو ستانه شوي وو

د پکتيکا ځايي چارواکي وايي، چې ددغه ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ولسي خلکو په لاس د يوه وژل شوي طالب قوماندان د فاتحې د مراسمو پر ګډونوالو بې پيلوټه الوتکې بريد کړی دی.

د پکتيکا د والي له دفتره په يو خپور شوي بيان کې راغلي دي، دغه بريد پرون غرمه مهال دولس بجې شوی او هغه وسله وال په کې په نښه شوي، چې د وژل شوي طالب قوماندان کرامت خان د فاتحې له مراسمو ستانه شوي وو.

سرچينې ويلي، په دغه بريد کې، چې د زيړوک ولسوالۍ په تنګي سيمه کې شوی، د افغان وزيرستاني او خذيفه په نومونو د وسله والو طالبانو د دوو مهمو طالب قوماندانانو په ګډون ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې پرون مازدیګر د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ په شینکۍ درې سیمه کې د افغان ځواکونو د هوايي برید په نتیجه کې د حقاني شبکې د یو قوماندان په ګډون د دولت لس وسله‌وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې د حقاني شبکې پورې تړلې دغې ډلې په پکتیکا ولایت کې د تروریستي بریدونو په ترتیب او سمبالولو کې مهم رول درلود.

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې د کرامت خان په نوم د کوم قوماندان د وژلو په اړه بې خبري ښودلې، خو زياته کړې يې ده، چې په بې پيلوټه بريد کې ملکيان په نښه شوي دي.

ذبيح الله مجاهد د بريد ځای د ارګون ولسوالۍ د درې سيمه ښودلې او ويلي يې دي، چې د يوه ملکي سړي د جنازې د مراسمو ۱۳ ملکي ګډونوال په کې وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

خو د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عزيز ارګوني امريکاغږ ته وويل، چې په دغه بريد کې ملکي خلکو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا په مننه شائع کولی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG