لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین تجارتي سامان وړونکی ریل افغانستان ته ورسیدو


افغان چین تجارتي ریل
افغان چین تجارتي ریل

د افغانستان حکومت وايي له چین څخه په لومړي ځل دافغانستان شمالي حیرتان بندرته دسوداګریزو توکود ریل ګاډي کاروان راورسید.

افغان چارواکي وايي دافغانستان د اړتیا وړ د سوداګرۍ توکود ریل ګاډي کاروان په لومړي ځل له چین څخه د قزاقستان او ترکنستان له لارې شمالي ولایت بلخ حیرتان بندر ته راورسید.

دسوداګرۍ او صنایعو خونې د بهرنیو روابطو دچارو مشر توفیق داوري له ډیوې رايډو سره په خبرو کې وویل ، دنړۍ له هیوادونو سره د ریل ګاډي په وسیله د سوداګرۍ توکو واریدات او صادرات د افغانستان د تجارت پرمختګ په چارو کې ځانګړۍ ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړه نن په همدې هدف له چین څخه دافغان تجارانو دسوداګریزو توکو د ریل ګاډي کاروان په لومړي ځل دافغانستان شمالي بندر حیراتان ته راورسید.

توفیق داوري وړاندې وویل "نن د ریل ګاډي هغه لومړنۍ قطار چې په هغه کې دافغانستان د ضرورت تجارتي توکي په کې بار دي ، خوشبختانه له چین هیواد نه دافغانستان مزارشریف ښار ته راورسید او ددې کاروان داستقبال او هرکلي لپاره په کابل کې د چین هیوا سفیر او دغه راز دافغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو خونې د رهبرۍ پلاوی مزارشریف ښار ته ورغلي دی."

داوري زیاته کړه له چین سره اوس مهال په یوه کال کې دیوملیارد ډالرو په ارزښت دسوداګرۍ توکو واریدات لري اوهمداراز هغه هیواد ته د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ توکي صادریږي.

دسوداګرۍ اوصنایعو خونې د بهرنیو اړیکو د چاورو مشر وویل له ایران څخه تر اسلام قلعه تجارتي بندره پورې دغځیدلې ریل ګاډي پلټۍ د جوړیدو چارې بشپړې شوي اوټاکل شوې ده چې نن یا سبا به یې دافغان او ایراني چاروکو لخوا پرانیستنه وشي.

داوري وايي"یو د ریل یوه بله پټلۍ چې د ایران هیواد څخه دافغانستان تر اسلام قلعه بندره پورې رارسیږي ،هغه هم نن یا سبا پرانیستل کیږي او داهم یو ښه زیری دی دنړۍ له نورو هیوادونو سره دافغانستان د تجارتي روابطو د لاټینګښت او پراختیا په برخه کې."

افغانستان په وچه کې ګیر هیواد دی بهرته سمندري لار نه لري او ترډیره بریده په واریداتي توکو باندې متکي دی او له همدې امله افغان حکومت هغې مرحلې ته نه دی رسیدلی چې په کور دننه خپلې اړتیاوې پوره کړي.

دیاده ونې وړده چې د تیرو ۱۵ کلونوراهیسې افغان حکومت دسوداګرۍ توکو د واریداتو په برخه کې دګاونډیو هیوادونو لخوا له بیلابیلو ستونزو سره مخامخ دی خواوس یې دتجارتي مالونو دصادراتو او واریداتو لپاره دبدیلو لارو دموندلو لپاره هڅه پیل کړې چې ښه بیلګه یې له چین څخه افغانستان ته دسوداګریزوتوکو دریل ګاډي د کاروان رارسیدل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG