لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغان کډوال په زور ویستلي، هیومن رايټس واچ


د یو اېن اېچ سي ار د شمیرې ترمخه تیر کال د پاکستان نه درې لاکه او ۷۰ زره کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. اداره هغو کډوالو ته اسانتیاوې برابروي چې ورسره رجسټرډ وي یا نوم لیکنه يي شوي وي
د یو اېن اېچ سي ار د شمیرې ترمخه تیر کال د پاکستان نه درې لاکه او ۷۰ زره کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. اداره هغو کډوالو ته اسانتیاوې برابروي چې ورسره رجسټرډ وي یا نوم لیکنه يي شوي وي

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ ویلي پاکستان د لکونو په شمیره کې افغان کډوال زورولي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ هیومن رایټس واچ یو رپورټ کې ویلي پاکستان په غیري قانونه توګه شپږ لاکه افغان کډوال ویستي او د بشري حقونو سرغړونه یې کړې ده. د بشري حقونو د څار ادارې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یواېن اېچ سي ار باندې هم نیوکه کړې چې د افغان کډوالو خپل وطن ته په زور د ستنولو په خبره غلي پاتې شوي ده.

د بشري حقونو ادارې د افغانستان څیړونکې پټریشیا ګوسمن په کابل کې له پاکستان نه د افغان کډوالو د شړلو په تړاؤ د ۷۶ پاڼو رپورټ د خپرولو په مهال وویل چې دغه هیواد د کډوالۍ ټول نړیوال اصولو تر پښو لاندې کړي او د بد چلن په ترڅ کې کډوال له پاکستان نه شړلي دي. هغې وویل کډوال په خپله خوښه نه دي ستانه شوي.

ادارې ویلي د کال ۲۰۱۶م د جولایۍ د میاشتې راهسې پاکستان په زور شپږ لاکه افغان کډوال ویستي چې پکې درې لاکه ۶۵زره پاکستان کې رجسټرډ وو یا په قانوني توگه يي نوم لیکنه شوي وه.

هیومن رایټس واچ ویلي د یواېن اېچ سي ار په دغه اړوند غلي پاتې کیدل د ادارې د ماموریت خلاف دي.

میرمن ګوسمن ویلي" یو این ایچ سي ار چې راستنیدونکو ته زمینه برابروي، دا د دوي د ماموریت په خلاف ده. دوي د خوندیتوب ماموریت لري".

پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاندې دنیا اسلم خان د بشري حقونو د څارادراې د رپورټ په غبرګون کې د وي او ای ډیوه خبریال احسان محمدخان ته وویل په اداره یې لګیدلی تور ردوي. هغې وویل تیر کال د پیښور سره نژدې میشته ځینې افغانانو سره سختي شوي وه خو دا چې کوم کډوال بیرته لیږل شوي دي په هغو کې زیاتره غیر رجسټرډ یا په پاکستان کې په غیرقانوني توگه موجود افغانان وو.

هغې وویل د افغان کډوالو زورولو لړۍ په ټول ملک کې یو رنګ نه وه.

د یو اېن اېچ سي ار د شمیرې ترمخه تیر کال د پاکستان نه درې لاکه او ۷۰ زره کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. اداره هغو کډوالو ته اسانتیاوې برابروي چې ورسره رجسټرډ وي یا نوم لیکنه يي شوي وي.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي دا شمیره په تیرو ۱۲ کالو کې او د وړاندې کال نه ۵۸زره سیوا شوې ده.

د یو اېن اېچ سي ار ترمخه په دومره ډېره شمیره کې د افغان کډوالو بیرته ستنیدو په علتونو کې د دواړو هیوادونو تاؤژن اړیکې، د چارواکو لخوا فشار، په پوله د تلو راتلو په وخت سختي او د کارډونو د نوي والي کره معلومات نه لرل شامل دي دغه ډول د افغانستان حکومت هم دوي بیرته تلو ته هڅولي دي.

ادارې ویلي تیر کال ورته د افغان کډوالو نیولو او زورولو ۵۹۰۰ رپورټو نه راغلي او ادارې دوي زیاتره خوشي کړي دي.

یو اېن اېچ سي ار ویلي دوي د پاکستان د دغه اقدام هر کلی کوي چې د روان کال تر اخره پورې نژدې ۱۳ لاکه کډوالو ته يې په ملک کې د پاتې کیدو اجازه ورکړې ده.

د بشري حقونو د ادارې تازه رپورټ په داسې حال کې خپور شوی چې ټاکل شوې د راروانې شورو یا چهارشنبې په ورځ به د افغانستان - پاکستان او یو اېن اېچ سي استازي په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.

پاکستان کې په عمومي او په خیبرپښتونخوا کې په ځانګړي ډول د افغان کډوالو زورولو لړۍ په کال ۲۰۱۴م کې پیښور کې په سکول د برید نه پس پیل شوې او زیاتره کډوال هم په خیبرپښتونخوا کې زورول شوي او د دغه صوبې نه زیات کډوال بیرته ستانه شوي دي.

د پاکستان تر ټولو لوې ښار کراچۍ کې میشت افغان کډوال وايي ډېر کم زورول کيږي او که حکومت یې په زور نه اوباسي دوي دلته خوشحاله دي بیرته تلل نه غواړي.

پاکستان کې زیات کډوال په خېبرپښتونخوا او په دویم نمبر باندې بلوچستان صوبه کې مېشت دي.

د یواېن اېچ سي ار چارواکي وايي د خېبرپښتونخوا نه ځکه ډېر کډوال بیرته ستانه شوي چې هلته یې شمېره زیاته ده.

د بشري حقونو د څار ادارې هیومن رایټ واچ په راپور د پاکستان د حکومت غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی.

(په دې خبرکې ځينې برخې د وي اوای اشناغږ نه اخستل شوي دي)

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG