لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاک افغان پولې تړلو له امله هره ورځ دواړو خواو ته ٣ میلینه ډالره زیان رسي، خان جان الکوزی


افغانستان سره د پاکستان د چم په بندسرحد د تجارتي توکو ډک ټرکونه ولاړ دي
افغانستان سره د پاکستان د چم په بندسرحد د تجارتي توکو ډک ټرکونه ولاړ دي

په افغانستان کې د تجارت خصوصي سیکټور ادارې چارواکي وايي، له پاکستان سره د پولې په تړل کیدو سره هره ورځ دافغانستان او پاکستان تجارانوته درې ملیونه ډالره تاوان رسیږي.

د افغانستان دتجارت د خصوصي ادارې مرستیال خان جان الکوزی وايي، دپاکستان حکومت لخوا د لاروله تړل کیدو وروسته په تجارتي توکو بار زرګونه لارۍ په تورخم ، ویش او غلام خان بندرونو کې دواړو غاړو ته ولاړې دي او له همدې امله د دواړو ګاونډیو هیوادونو خصوصي سکټورله ستراقتصادي زیان سره مخامخ دی.

الکوزی وايي:(( دا اوس چې پاکستان ته کومې لارۍ روانې دي، په تورخم کې دسکرو ډبرو دوه سوه اود شوکاڼي او په قیمټي ډیرو بار درې سوه لارۍ ولاړې دي ، د تاجکستان ترانزیټي میوه راغلې پاکستان ته ځي، دغه موټر په تورخم کې ولاړ دي ،نو هغه تاوان چې مونږه سنجولی دی ، درې میلونه ډالره هره ورځ زمونږ د دواړو هیوادونو سوداګرو تاوان رسیږي.))

الکوزی وايي ،پاکستان خپل سیاسي مسایل له تجارت سره تړلي دي چې او تجارت لپاره دلارو بندول د دواړو هیوادونو دخصوصي سیکټور دتجارانو لپاره په سترزیان بدلیدلی شي.

الکوزي زیاته کړه که له افغانستان څخه پاکستان ته تللې لارې د تجارت لپاره همداسې بندې پاتې شي، نوافغان سوداګربه دې ته اړشي ، چې خپل تجارت له پاکستان سره صفرته رایټیټ کړي.

هغه وړاندې وویل :((هره ورځ زمونږ سوداګرو ته تاوان رسیږي او زما هیله دا ده چې دواړه ملکونه دې ته د قیق فکر وکړي او دا یې لاره نه ده چې په اقتصاد باندې فشار راولي او بلاخیره یوه ورځ به دا کار کیږي چې افغان تجاران به په مکمل ډول له پاکستان سره دغه کم تجارات چې روان دی دا به هم بنده کړي))

بلخوا دسوداګرۍ توکو د بارلاریو یو شمیر چلوونکي وایي ، د تورخم لارې له تړل کیدو وروسته له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

سید رحمان چې په تورخم کې لارۍ یې د تجارتي مالونو بار ولاړه ده وايي:((فعلا په تورخم کې د سکرو ډبرو او قیمتي ډبرو لارۍ ولاړه دي ، له مشکلاتو سره تجاران او ډریوران اخته دي ،له جیبه خرچې کوو ،له دریو ورځو راهیسې دلته مو ډرکونه ولاړ دي.))

په همدې حال کې داقتصادي چارو څیړونکی تاج محمد اکبروايي ، دیوې اړخیزې پریکړې له مخې دتجارت او ترانزیټ پرضد دلارو د تړلو اقدام ،دټولو تجارتي اصولو اونړیوالو پرانیسپونو خلاف عمل دی.

اکبروايي:(( افغانستان او پاکستان په تیرو ۱۵ کلونو کې دتجارت په اړه ګن شمیر قوانین لاس لیک کړي دي ، خو دهغو او د نړیوالو تجارتي اصولو پرخلاف پاکستان خپلې تجارتي لارې بندوي چې دا کار سوداکرۍ دنړیوالو اصولو خلاف عمل دي.))

دپاکستان حکومت په هغه هیواد کې د وروستیو ترهګریزو بریدنو په غبرګون کې له افغانستان سره خپلې ټولې لارې په داسې حال کې تړلي ، چې دافغانستان دتجارت او صنایعوخونې ویلي، دپرلپسې لارو دبندیدو له امله له پاکستان سره د تجارت کچه شل سلنې ته راټیټه شوې او اوس مهال افغان سوداګر د چابهار ، بندرعباس ، تورغنډی ، عقینې او حیرتان بندرونو له لارې اتیا سلنه تجارت دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG