لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قامي مبارز او پښتون ملتپاله سیاستدان عبدالرحيم مندوخېل په حق رسیدلی


Abdul Raheem Mandokhel
Abdul Raheem Mandokhel

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال مشر، د پښتون قومي او سیاسي غورځنګ مبارز او تاريخ پوه عبدالرحیم خان مندوخېل د ۸۰ کلونو په عمرکې نن (شنبه) د کوټې په يو روغتون کې ساه ورکړه.

نوموړي په ۱۹۳۷م کال کې د بلوچستان په ژوب کې د ښایسته ناوې پرغاړه د شنه غره په لمن کې په اومژه مندوخېل کلي کې د عبدالرحمان په کورکي سترګې غړولي وې.

عبدالرحیم مندوخېل په ۱۹۴۳م کې د ژوب په های سکول کې زدکړې پېل کړې او په ۱۹۵۳م کې یې ترلسم تولګي پوري تعلیم همدلته تر سره کړ. له دې وروسته يې د کوټې له ګورنمنټ کالج (اوسني ساينس کالج) څخه اېف اې او بي اې (۱۲م او ۱۴م ټولګي) پورې زدکړې وکړې او په ۱۹۶۱-۶۳ کې په پېښور پوهنتون کې د وکالت لوړې زدکړې ترسره کړې.

نوموړی د خپلو زدکړو پر مهال د عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهيد) او عبدالغفارخان (باچا خان) په مشرۍ کې د پښتون قام د سیاسي تحریک فعاله غړی پاتې شو. نوموړی په پاکستان کې د امريت يا پوځي واکمنۍ په ضد د غورځنګونو مهمه برخه وو.

عبدالرحيم مندوخېل دوه ځله د پاکستان د سېنټ (سنا) غړی او یو ځل د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو. نوموړی په وروستي ځل د ۲۰۱۳م کال په ټاکنو کې د کوټې او چاغي پر چوکۍ د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب شو او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پر همدې چوکۍ پاتې شو.

عبدالرحیم مندوخېل د سیاست ترڅنګ له لیک لوست سره هم تړلی وو او د تاريخ پوه په حېث يې يو شمېر کتابونه ليکلي او ګڼ لېکچرونه يې ورکړي وو. د نوموړي په چاپ شوو اثارو کې افغان او افغانستان، انګرېز استعمار او افغانستان، او ټولواکي شامل دي.

یادګیرنه: دا خبر د مشال ریډیو د ویب پاڼې نه اغستل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG