لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاکنډ کې د بجلۍ نشتوالي ضد مظاهرو کې دوه تنه وژل شوي دي


د ادارې ویاند د دغه ډول ګامونو پورته کولو او دفترو په خپل لاس کې اخستو د خطرناکو نتيجو لرلو خبرداری ورکړی ؤ.
د ادارې ویاند د دغه ډول ګامونو پورته کولو او دفترو په خپل لاس کې اخستو د خطرناکو نتيجو لرلو خبرداری ورکړی ؤ.

د خېبرپښتونخو ملاکنډ ضلعې په درګۍ تحصيل کې د بجلي د نشتوالي په ضد د مظاهرې په وخت ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي.

د ملاکنډ ضلعې مرستيال کمشنر ظفرعلي شاه ډيوه رېډيو سره خبرو کې ووېل، "د واپډا په ضد اووه اته زره کسان په احتجاج راوتلي په قامي اثاثو ورختلي د واپډا د اېس ډي او دفتر يې سوځولی، د درګۍ تهاڼه يې سوځولې او دوه کسان پکې مړه شوي او درې څلور کسان پکې ژوبل شوي دي".

نوموړی وايي په مظاهره کې ډزې شوي او دغه کسان په ډزو وژل شوي خو دا نه ده معلومه چې ډزې چا کړي دي دويې يې معلومات کوي.

هغه ووېل په ژوبلو کسانو کې اسټنټ کمشنر هم شامل دی په هغه باندې مظاهره چیانو تشدد کړی سخت يې ژوبل کړی او پېښور ته منتقل کړی شوی دی.

د ملاکنډ ضلعې نه د پاکستان تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي جنېداکبر هم ډیوه ريډيو سره په خبرو کې د مظاهرې په وخت ډزو کې د دوه کسانو د وژنې او اته کسانو د ژوبلېدو پخلی کړی دی.

"د ورتېر د سيمې د ټولو ګوندونو مشران راوتلي د مظاهرې په توګه ګرېډسټېشن پله تله انتظاميې د ګرېډ سټېشن پله تلو نه دغه خلک منع کول په دغه وخت کې ډزې شوي اي سي درګۍ سخت ژوبل شوی او احتجاجيانو نه دوه کسان وژل شوي او اووه اته کسان ژوبل شوي دي".

جنېداکبر وويل وژل شوی يو تن د پي ټي آئي تحصيل صدر جاوېد طوفان او د بل تن پېژندګلو لا نه ده شوې.

هغه وويل ډزې انتظاميې کړي مظاهره چيانو نه دي کړي پکار ده چې پوره پلټنې يې وشي او ډزې کوونکي معلوم شي.

مرستيال کمشنر او د قامي اسمبلۍ غړی دواړه پخلی کوي چې د مظاهرې يوې ډلې نه بلکې د ټولو سياسي ګوندونو د ځايي مشرانو يې مشري کوله.

جنېداکبر وايي د بجلۍ د محکمې او انتظاميې لخوا دويې سره د بجلۍ په اړوند وعدې شوې وې او چې کله هغه پوره نشوې نو دويې په احتجاج مجبوره شو.

د چارواکو په وېنا سيمې ته د ليويز او پوځ سرتيري رسېدلي او حالات اوس په قابو کې دي.

د خالي يا يکشنبې په ورځ هم په پیښور کې د پارلیمان د غړو په مشرۍ صوبه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف په سوؤنو غړو د بجلۍ ترلاسه کولو دپاره دبجلۍ خورؤنې په مرکزونو حملې کړي اؤ د بریښنا خورولو واک یې پخپل لاس کې اخستی ؤ.

د ادارې ویاند د دغه ډول ګامونو پورته کولو او دفترو په خپل لاس کې اخستو د خطرناکو نتيجو لرلو خبرداری ورکړی ؤ.

خو حکومتي غړو ګواښ کړی ؤ چې که د بریښنا په ورکړه کې د بجلۍ ادارۍ واپډا اولس سره زیاتی بند نه کړو نو د بریښنا خورولو مرکزونه به ونړوي.

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور او نورو سیمو کې دګرمۍ سېوا کیدو سره سم د بجلۍ لوډشیډنګ هم سېوا شوی اؤ د کلیوالو سیمو اوسیدونکي وايي چې د۱۰ نه نیولې تر۲۰ساعتو پورې هغويې ته بجلي بندولی شي.

د ځينو سيمو اوسېدونکي وايي په دې سخته ګرمۍ کې د خېبرپښتونخوا په کلیوالو سیمو کې په ورځو ورځو بجلي نه وي.

په پاکستان کې تر ټولو زیاته برېښنا خیبرپښتونخوا صوبه پیدا کوي خو د دې بریښنا واک د پښتونخوا پځایې دپنجاب لاهور ښار کې د واپډا په نوم یوې ادارې سره دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG