لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې يوه اوونۍ کې نزدې ۱۰۰ سرتيري وژل شوي


 تېره اوونۍ طالبانو د افغان پوځ په مرکزونو او يو شمېر نورو ځايونو بريدونه کړي وو
 تېره اوونۍ طالبانو د افغان پوځ په مرکزونو او يو شمېر نورو ځايونو بريدونه کړي وو

د طالب وسله والو يو تن په جنوبي افغانستان کې د شپږو سرتېرو د وژنې سره په افغانستان کې تېره اوونۍ د پوليس او پوځي عسکرو په ګډون نزدې ۱۰۰ حکومتي سرتيري ووژل.

افغان چارواکو او د جنګياليو له خوا د اتوار په ورځ وېل شوي چې په زابل صوبه کې په يوه پوسته تېره شپه له دننې د بريد کولو پېښه کې يو پوليس سرتېري په خپلو ملګرو ډزې کړې دي. په دغو ډزو کې د پوستې د کمانډر پشمول شپږ سرتېري وژل شوي دي.

افغان رسنيو د ځايي پوليس اهلکارو په حواله ويلي چې دغه ډزې کوونکی تن بيا له طالب جنګياليو ملګری شو او پوسته يې هم هغوي ته ورکړې.

تېره اوونۍ طالبانو د افغان پوځ په مرکزونو او يو شمېر نورو ځايونو بريدونه کړي وو او په خصوصي توګه په سوېلي صوبو کې شوو بريدونو کې په سلګونو سرتېري وژل شوي او ژوبل شوي وو.

د خالي په ورځ د روژې د مياشتې په وړومبۍ نېټه د خوست په ختيځ ښار کې يو طالب ځانمرګي بريد کوونکي د افغان خصوصي ځواک په کاروان بريد کړی ؤ چې پکې لږ تر لږه ۱۸ سرتېري وژل شوي او يو شمېر ژوبل شوي وو.

د غه سرتېري د امريکايي ځواک په امنيت مامور وو.

د افغان د دفاع وزارت چارواکو ويلي چې دولتي ځواک د بدلې اخستلو لپاره کاروايي کړې او طالبان جنګيالو ته يې لوی ځاني زيان اړولی دی.

بل اړخ ته جنګيالو د خالي په ورځ د ملګرو ملتونو هغه بيان د مذهب سره د ناپوهۍ تور لګولی چې پکې ويل شوي وو چې د مذهبي احکاماتو په خاطر دې په روژه کې بريدونه او نورې جنګي کاروايۍ بندې کړې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG