لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د پخواني ویاند مسلم خان د تیزندۍ سزا ځنډول شوې ده


پوځ مسلم خان د پوځي افسرانو نه په سرونو غوڅولو ،ددوو چيني انجینیرانو په تښتونه او دعامو خلکو د تاوان دپاره په تښتونو تورن کړ
پوځ مسلم خان د پوځي افسرانو نه په سرونو غوڅولو ،ددوو چيني انجینیرانو په تښتونه او دعامو خلکو د تاوان دپاره په تښتونو تورن کړ

د پيښور ایالتي محکمې د ګڼو بېګناه وګړو په وژنه تورن د سوات دطالبانو دپخواني ویاند مسلم خان د تیزندۍ سزا ځنډولې ده.

مسلم خان ته تیرکال په ۲۸م دسمبر دپاکستان دیوې پوځي محکمې لخوا د مرګ سزا اورول شوې وه چې د هغه میرمنې ندا بي بي ددغه سزا په ضد د پيښور ایالتي محکمې ته خواست کړی ؤ.

دپاکستان پوځ وایي مسلم خان یې په کال ۲۰۰۹م کې په سوات کې د پوځي عملیاتو په وخت نیولی ؤ.

کله چې دپاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله اؤ دهغه وسله وال په سوات کې د حکومت اؤ‌امنیتي ادارو سره په جنګ بوخت وؤ هغه مهال دسوات سیمې سره تعلق لرونکی مسلم خان د ملا فضل الله ویاند ؤ اؤ هغه د ګڼ شمیر انسانانو د وژنې پړه په غاړه اخستې ده.

دپاکستان پوځ تیرکال په ۲۹م دسمبر ویلي وؤ مسلم خان د عبدالرشید زوی دګڼو بې ګناه خلکو د وژنې ترڅنګ په وسله والو ځواکونو باندې بریدونه هم کړي چې پکې د انسپکټر شېرعلي په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي او ۶۹ ژوبل شوي وؤ.

پوځ مسلم خان د پوځي افسرانو نه په سرونو غوڅولو ،ددوو چيني انجینیرانو په تښتونه او دعامو خلکو د تاوان دپاره په تښتونو تورن کړی اؤ په هغه یې پوځي محکمه کې مقدمه چلولې وه.

دپاکستان پوځ‌ ویلي وؤ چې مسلم خان په پوځي محکمه کې خپل جرمونه منلي اؤ محکمې ورته د تیزندۍ سزا اورولې ده خو د هغه کورودانې ندا بي بي ددغه سزا په ضد د پيښور ایالتي محکمې ته خواست کړی ؤ چې خاوند سره یې انصاف نه دی شوی.

دمسلم خان د وکیل طارق اسد وینا ده چې مسلم خان ته پوځي محکمه کې دخپلې خوښې د وکیل کولو اؤ د خپلې صفایۍ وړاندې کولو موقعه نه ده ورکړل شوې چې دپاکستان دائین په ضد ده.

محکمې دمسلم خان د میرمنې په خواست هغه ته د تیزندۍ اورول شوې سزا وځنډوله اؤ ددفاع اؤ کورنو چارو وزارتونو څخه یې د مسلم خان دوسیه په راتلونکي لمړي جون وغوښتله.

له دې وړاندې هم میډیا د مسلم خان د پوځ ولقه کې د وژل کیدو دعوې کړې وې.

یوشپیته کلن مسلم خان تر دولسم ټولګي زده کړې کړي د انګریزۍ په شمول یې په ګڼو ژبو عبور حاصل دی اؤ د امریکا اؤ اروپا په شمول یې لږ تر لږه پ۱۵ؤ هیوادونو ته سفرونه کړي دي.

هغه په سوات کې د ۱۱۵نه څخه د زیاتو مکتبونو سوځولو پړه قبوله کړې وه اؤ دریځ یې لرلوچې دغو تعلیمي دارو کې د لویدیځ تعلیم ورکړل کیږي خو خپل ځوي یې بیا تر پوهنتونه لوړو زده کړو ته رسولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG