لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مردان عبدالولي خان پوهنتون په رسمي ډول بيا پرانستل شو


د پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د پوهنتون زده کوونکو په تشدد وژلی ؤ او د پېښې سره سم پوهنتون او څانګې يې تړل شوې وې.
د پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د پوهنتون زده کوونکو په تشدد وژلی ؤ او د پېښې سره سم پوهنتون او څانګې يې تړل شوې وې.

د مردان عبدالولي خان پوهنتون ۴۲ ورځې وړاندې د مذهب د سپکاوي په تور د زده کوونکي مشال خان په بې دردۍ د وژنې وروستو تړل شوی او نن په کلکو امنيتي ګامونو کې په رسمي ډول بيا پرانستی شو.

د پوهنتون موقتي وايس چانسلر ډاکټر جهانزيب خليل مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل "د پوهنتون نورې څانګې وړاندې پرانستی شوي او نن مرکزي پوهنتون چرته چې د مشال د وژنې پېښه رامنځته شوې پرانستل شو".

دوه ورځې وړاندې د پوهنتون د ضلع بونېر،تېمرګره، چترال، نوښار او مردان اولډکمپس پرانستل شوي، او د چهارشنبې په ورځ مردان کېد يونيورسټي سائنس کالج شوی ؤ.

ډاکټرجهانزېب وويل "پوهنتون کې د امنيت دپاره مناسبت ګامونه پورته کړی شوي د مردان د ځایي انتظاميې، سياسي او مذهبي ګوندونو سره یې هم په دغه اړوند خبرې اترې شوي او دويې د روان حالاتو څخه مطمئن دي".

نوموړي د مشال خان د وژنې پېښې ته دردمنده او غټه ناوړه پېښه وويله او زياته يې کړه چې دويې به هڅه کوي نورې دغه ډول پېښې رامنځته نشي.

هغه وويل هڅه يې کوله "​چې د زده کوونکو وخت ضائع نشي، او د زده کوونکو د مور و پلار د هڅو په ملاتړ په دغسې کولو کې کامياب شو او پوهنتون پرانستل شو"​.

د مردان ډي پي او مياسعيد وايي د پوهنتون په مردان کې په هر يو کېمپس کې يې د ډي اېس پي پوليس افسر په مشرۍ د پوليس ۶۰، ۶۰ سرتيري په ځای کړي دي.

د مردان نه د ډيوه خبریال رياض حسېن وايي، پوهنتون ته په ګڼ شمېر کې هلکان او جينکۍ زده کوونکي راغلي وو.

پوهنتون د بائيوټېکنالوجي څانګې يوه زده کوونکې طاهره مير وايي "​د پوهنتون په پرانستوخوشحاله یم چې د سمسټر وخت مو ضائع نشو"​.

د پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د پوهنتون زده کوونکو په تشدد وژلی ؤ او د پېښې سره سم پوهنتون او څانګې يې تړل شوې وې.

د پوليس په وېنا د مشال د وژنې په کېس په ۵۹ کسانو درج کړی شوی او ۵۷ پکې نيول شوي او په جېل کې دي، په نيول شوؤ کې زياتره زده کوونکي او ۱۲ د پوهنتون کارمندان دي.

د مشال په وژنه د سترې محکمې مشر قاضي خپل ځاني نوټس اخستی، خو د هغه پلار اقبال غوښتنه کوي بايد دغه مقدمه پوځي عدالت ته منتقل کړی شي.

دوه ورځې وړاندې د پوهنتون د څانګې د پرانستې په مهال نوموړي ويلي د پوهنتون د پرانستې په حق کې دی خو بايد داسې ګامونه واخستل شي چې بيا د چا د کور مشال ونه وژل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG