لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمشال خان دمقدمې پوځي محکمه کې دچلولو غوښتنه


د مختلفو سیاسي ګوندونو مشران هغه ته دعقیدت پیرزوئنې وړاندې کوي اؤ د مشال خان وژنه د علم دښمني ګڼي
د مختلفو سیاسي ګوندونو مشران هغه ته دعقیدت پیرزوئنې وړاندې کوي اؤ د مشال خان وژنه د علم دښمني ګڼي

دپاکستان بیلابیلو سیاسي ګوندونو،دمدني ټولنې فعالینو،لیکوالانو ، شاعرانو اؤ طالبعلمانو غوښتنه کړې چې په مردان کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي طالبعلم مشال خان د وژنې مقدمه دې په پوځي محکمه کې وچلول شي.

دغه غوښتنه د یکشنبې په ورځ د مشال خان دڅلویښتۍ په موقعه د هغه په کلي صوابۍ زیده کې په راجوړه شوې یوه لویه دستوره کې د یو قرارداد په توګه شوې ده.

د څلویښتۍ په دغو مراسمو کې دپاکستان دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو. دمدني ټولنې غړو، طالبعمانو اؤ عامو وګړو د زرګونو په شمیر برخه لرله.

مشال خان د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالیزم د څانګې زده کوونکی ؤ چې د روان کال د اپریل په ۱۳مه نیټه ددغه پوهنتون په سوؤنو پاریدلو مظاهرینو د مذهب د سپکاوي په تور په بې دردۍ سره وژلی ؤ.

د هغه د وژنې نه وروستو پلټنونکو ادارو پخپلو راپورونو کې ویلي وؤ چې مشال خان کله هم دمذهب سپکاوی نه ؤ کړی.

خو د تندلارو د ویرې نن هم د مشال خان په قبر په ځوړند کړی شوي بینر غټ غټ لیکل شوي وؤ "ختم نبوت زنده باد"

د مشال خان څلی
د مشال خان څلی

دمشال خان پلار محمداقبال وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ویلي هغه د پولیسو له لوري د خپل زوئ د قاتلانو په نیونه تر یو څه حده مطمئین دی خو ولې په دې هم زهیر دی چې تر اوسه پولیسو د مشال خان د وژنې پشا پټ لاسونه نه دي نیول شوي.

هغه زیاته کړه تراوسه چې کوم کسان نیول شوي هغوي یوازې د ډرامې اداکاران وؤ اؤ قانون باید هغه کسان هم ونیسي چا چې دغه ډرامه لیکلې وه.

نوموړي تور ولګولو چې د عبدالولي خان پوهنتون چارواکي هم ددغه پیښې ذمه وار دي باید د هغوئ څخه تپوس پوښتنه وشي.

د اتوار په ورځ د هغه د څلویښتۍ په موقعه ټوله صوابۍ ضلعه کې په بورډونو دمشال خان لویې لویې عکسونه راځړول شوي وؤ.

د مشال پلرني کلي اؤ مقبرې ته په ورغلو ټولو لارو په لویه شمیر د پولیس ځواکونه ودرول شوي وؤ .

ددغه دستورې دپاره ماسپیین دوه بجې وخت ټاکل شوی ؤ خو سم د سحره د هیواد دبیلابیلو برخو نه د ګاډو قافلې د مشال خان کلي ته رسیدلې وې.

زیده کې د مشال خان په قبر د صوبې د مختلفو برخو نه راغلو خلکو د ګلونو ګیډۍ ږدلې .

کله چې مشال خان وژل شوی ؤ نو داسې راپورونه په میډیا مخې ته راغلي وؤ چې دکلي ملا د هغه جنازه نه کوله اؤ نور خلک هم له دتندلارو له ویرې دغې جنازې ته نه شول ورتلی .

خو نن هم چې د مشال څلویښتي نمانځل کیږه نو د هغه د قبر مخې ته دتندلارو له ویرې یو غټ بینر د صوابۍ قامي جرګې له لوري لګول شوی په کوم چې لیکل شوي وؤ “ختم نبوت زنده باد”

د مشال د څلویښتۍ په دغو مراسمو کې د نارینه ؤ ترڅنګ په ګڼ شمیر زنانه هم برخه لرله.

د مختلفو سیاسي ګوندونو مشرانو افراسیاب خټک ، بشره ګوهر، رحیم داد خان،فانوس ګجر، هاشم بابر ، افضل خاموش اؤ د پښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټر سیدعالم په دغه موقعه جوړې شوې دستورې ته پخپلو تقریرونو کې مشال خان ته عقیدت وړاندې کړو اؤ د تندلاریتوب فکر یې وغندلو.

ډاکټر سیدعالم محسود وویل د سول کورټ پځایې د مشال خان د وژنې مقدمه باید په پوځي محکمه کې وڅیړل شي اؤ که پوځ دغه دوسیه څیړل نه غواړي نو بیا دې طالبان هم خوشي کړي ځکه چې طالبان هم دمذهب په نوم بې ګناه خلک وژني اؤ مشال خان هم د مذهب په نوم بې قصوره وژل شوی دی.

د ډاکټرسیدعالم محسود دغه وړاندیز وروستو د قرارداد په توګه مخې ته راوړل شوؤ چې په دستوره کې موجودو په زرګونو خلکو یې تائید وکړو.

جلسې ته د مشال خان پلار محمد اقبال پخپله وینا کې وویل هغه پوهیږي چې ځوي یې بیا نه شي راتلی خو اوس د وطن د نورو خلکو نه غواړي چې د تیاره ذهنو په ضد یو موټی شي اؤ نور مشالونه د وژل کیدو څخه وژغوري

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG