لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ کې د ترهګرو په ډزو د ایس ایچ او په ګډون څلور پولیس وژل شوي


د پولیسو ګاډي په انډس هايي وی ګزمه کوله چې نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې
د پولیسو ګاډي په انډس هايي وی ګزمه کوله چې نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې

دخیبر پښتونخو په کوهاټ سیمه کې د ترهګرو په ډزو د دوؤ پولیس افسرانو په ګډون څلور عسکر وژل شوي دي.

دخالي په ماښام دغه پیښه د کوهاټ ضلعې په لاچۍ سیمه کې شوې ده.

د لاچۍ دپولیسو یو مشر یا ډي ایس پي رضا خان میډیا ته ویلي د پولیس په کمال خیل سیمه کې د یوې کاروایۍ څخه وروستو خپل موبائیل کې په انډس هايي وی روان وؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې.

د پولیسو دغه مشر منلې چې په ډزو کې لاچۍ پولیس ټاڼې مشر یا ایس ایچ خان الله ، مرستیال ایس ایچ اؤ طاهر محمود اؤ دوه نور سپاهیان عابد اؤ تنویر علي وژل شوي دي.

لاچي دپيښور نه د ۵۶ کلو میټره شمال لوري ته پرته دکوهاټ ضلعې هغه سیمه ده چې دکوهاټ غرونه یې د نیمې قبائیلي سیمې دره ادم خیل سره نښلوي چرته چې په تیرو وختونو کې وسله وال طالبان زیات فعاله وؤ.

تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې په پولیسو د شوي دغه برید پړه په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې چې خیبرپښتونخوا کې په پولیسو څومره بریدونه شوي نو هغې کې دزیاترو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخستې ده.

بل لوري ته هم دخالي په ورځ د چارسدې په شبقدر سیمه کې پرله پسې پینځه بمي چاودنې شوي چې پکې ۱۴ کسان معمولي ژوبل شوي خو راپورونه وایي چې ددغو چاودنو نوعیت ډیر غټ نه ؤ.

دپښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې له دې وړاندې هم په پولیسو بمي چاودنو اؤ هدفي بریدونو کې په سلګونو پولیس افسرانو اؤ زلمو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی

دپاکستان پوځ دعوه کوي چې په قبائیلي سیمو کې دضرب عضب عملیاتو سره یې دترهګرو ملا ماته کړې اؤ اوس هغوئ د منظمو بریدونو توان نه لري خو ددغو دعوؤ باوجود دپاکستان دبیلابیلو برخو نه په امنیتي ځواکونو د بریدونو پرله پسې خبرونه مخې ته راځي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG