لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران صدارتي ټولټاکنو کې حسن روحاني مخکې روان دی


دوه کروړه اؤ شپیته لکه رایې شمیرل شوي چې په هغې کې حسن روحاني یو کروړ اؤ ۴۶ لکه رایې حسن روحاني اخستي دي
دوه کروړه اؤ شپیته لکه رایې شمیرل شوي چې په هغې کې حسن روحاني یو کروړ اؤ ۴۶ لکه رایې حسن روحاني اخستي دي

په ایران کې د صدارتي ټولټاکنو دپاره داچول شوؤ رائیو شمیرنه روانه ده اؤ راپورونه وایي چې تر دې دمه په شمیرل شوؤ رائیو کې تر ټولو زیاتې رایې موجوده صدر حسن روحاني ګټلي دي.

د ایران سرکاري ټي وي وايي څه دپاسه دوه کروړه اؤ شپیته لکه رایې شمیرل شوي چې په هغې کې حسن روحاني یو کروړ اؤ ۴۶ لکه رایې حسن روحاني اخستي دي.

د ښاغلي روحاني مخالف صدارتي کاندید ابراهیم رئیسي پخپل سیال حسن روحاني ټولټاکنو کې د درغلۍ تورونه لکوي اؤ ویلي یې دي چې د روحاني پلویانو د رایې ورکولو مرکزونو کې پروپیګنډه کړې اؤ دا دټاکنو د قوانینو څخه سرغړونه ده.

د رپورټونو تر مخه د جمعې په ورځ ټاکنو کې خلکو په لویه کچه برخه اخستې. د راېې ورکولو اخري وخت د ماښام ۶ بجې وو کوم چې بیا د شپې لسو پورې وغځول شو ځکه ګڼ شمیر خلک لا هم راېې اچولو ته ولاړ وو.

د ایران موجوده صدر حسن روحاني خپل سیاسي راتلونکی او په انتخاباتو کې خپله لویه نعره د امریکا او نړۍ شپږو طاقتونو سره شوې لوظنامه، او د تهران نه پورته شوي اقتصادي بندیزونه کیښودي. خو د هغه ستر مخالفه ابراهیم ریېسي بیا په دغو سختې نیوکې کړي او وايي د ایران په بنکي او اقتصادي نظام لا هم بندیزونه پراته دي.

په ایران کې د کال ۱۹۷۹ اسلامی انقلاب وروستوعملي شوي سیاسي نظام لاندې هر صدارتي کاندید له د هیواد مذهبي شورا نه منظوري اخستل وي.

که څه هم د ایران صدر په یو شمیر حکومتي فیصلو اختیار لري خوستر روحاني مشر د ایران په ریاستي پالیسیانوخپله فیصله ورکولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG