لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفندیارخان:نواز شریف ته به فاټا کې اصلاحاتو نه تیریدل ګران پریوځي


اسفندر ولي خان وایي وزیر اعظم نوازشریف ته به قبائیلی اولس سره د خپلو ژمنو نه پشا کیدل ډیر ګران پریوځي
اسفندر ولي خان وایي وزیر اعظم نوازشریف ته به قبائیلی اولس سره د خپلو ژمنو نه پشا کیدل ډیر ګران پریوځي

پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ د مرکزي حکومت له لوري په قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو د ځنډولو سخته غندنه کړې اؤ دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو دپاره یې پښتونخوا اسمبلۍ کې قرارداد جمع کړی دی.

د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندر ولي خان وایي وزیر اعظم نوازشریف ته به قبائیلی اولس سره د خپلو ژمنو نه پشا کیدل ډیر ګران پریوځي.

ټاکل شوې وه د زیارت په ورځ به د پاکستان د قامي اسمبلۍ په غونډه کې فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو دپاره ائین کې دبدلون منظوري ورکړل شي خو ددغه غونډې نه یوه ورځ وړاندې حکومت قبائیلي سیمو کې داصلاحاتو عمل ځنډولی ؤ.

د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان پخپل یو بیان کې د حکومت لخوا د اصلاحاتو ددغه عمل د ځنډولو غندنه کړې اؤ ویلي یې دي چې د ۸۰ فیصده قبائیلي اولس د رائیو برعکس یوازې د دوؤ کسانو په فشار د اصلاحاتو نه تیریدل د قبائیلي اولس سره ښکاره زیاتی دی.

اسفندیار ولي خان وایي چې حکومت پخپلې دغې پریکړې سره د اقلیت په وړاندې اکثریت وژلی اؤ نوازشریف ثابته کړې چې هغه یو بې اعتباره سړی .

نوموړي زیاته کړې چې دائین پځایې که حکومت پخپله خوښه فیصلي کول شروع کړي نو دا به د وزیراعظم دپاره د سیاسي تباهۍ سبب وګرځي.

بل لوري ته خیبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار بابک د قبائیلي سیمو پښتونخوا کې د ورګډولو قرارداد جمع کړی.

په دغه قرارداد کې ویل شوي چې دهیواد قبائیلي سیمې دې سمدستي خیبرپښتونخوا صوبه کې شاملې اؤ ائینې غوښتنې دې پوره کړل شي.

پاکستان کې دحکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو له لوري فاټا کې د اصلاحاتو په ځنډولو سخت غبرګون مخې ته راغلی اؤ په دغه لړ کې زیات ټکونه د حکومت په دوؤ اتحادي مشرانو مولانا فضل الرحمان اؤ محمود خان اڅکزي کیږي.

دغه دواړه سیاسي مشران دریځ لري چې قبائیلي سیمو کې د هر انتظامي بدلون راوړلو نه مخکې باید د فاټا د اولس رایې وپوښتل شي خو د فاټا نه د پارلیمان د منتخبو غړو اکثریت د اصلاحاتو پلوي دي.

عوامي نیشنل ګوند تور لګوي چې دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزئ د پنجاب په وینا د پښتنو قبائیلو د پسماندګۍ ختمیدو مخه نیسي .

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو تن مشر سناتور عثمان کاکړ بیا بیا ډیوه راډیو سره خبرو کې دعوامي نیشنل ګوند په مشرانو ټکونه کړي اؤ وایي د اسټیبلشمنټ په وینا یې دقبائیلي اولس د خوښې پرته په قبائیلي سیمو کې د انتظامي بدلون دپاره غوښه جوړه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG