لاس رسیدونکی لینک

ننګرهار:افغان پولیس په ډزو خپل پینځه پولیس ملګري وژلي


پولیس په خوب اوده وؤ چې په پهره ولاړ خپل پولیس ملګري پرې ډزې وکړې

چارواکي وایي د افغانستان د ننګرهار په ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې یو پولیس عسکر تیره شپه خپل پنځه ملګري وژلي دي.

دغه پېښه دزیارت اؤ جمعې په مینځ شپه کې د غني خیلو د مارکو سیمې ترڅنګ دغونډۍ په پوسته کې شوې ده.

د غني خېلو ولسوال عبد الوهاب امریکا غږ ته وویل چې د سیمه ییزو پولیسو په دغه پوسته کې د نصرت الله په نوم سیمه ییز پولیس په خپلو ملګرو ‌‌‌‌‌‌هاغه مهال ډزې کړي چې دی په پهره ولاړ ؤ اؤ نور پولیس ملګري یې اوده وؤ،

د ښاغلي عبدالوهاب د وینا له مخې دوه کسان په دغه برید کې ټپیان شوي هم دی.

د غني خېلو ولسوال وايي چې برید کوونکی پولیس د برید وروسته د پیښې له ځایه تښتېدلی دی اؤ ځان سره یې د وژل شوؤ پولیسو نه وسلې هم وړي دي.

سرچینې وایي دعبدالوهاب په نوم دغه پولیس عسکر د اچین اولسوالۍ اوسیدونکی دی چرته چې تندروه وسله واله ډله زیاته فعاله ده.

تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي خو سیمه ایزې سرچینې ګمان کوي چې دغه پولیس عسکر د افغان حکومت د مخالفو تندروه ډلو لیکو ته ورګډ شوی اؤ ښایي د هغوئ په وینا یې خپل نور پولیس ملګري وژلي دي

XS
SM
MD
LG