لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پارلیمان کې فاټا کې د اصلاحاتو په ځنډولو سخت احتجاج شوی


دپاکستان په پارلیمان کې د مخالفو سیاسي ګوندونو له لوري د حکومت لخوا په قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو راوړلو څخه په تیریدلو سخت احتجاج شوی اؤ د مخالفو ډلو مشر ښاغلي خورشید شاه وایي حکومت قبائیلي اولس سره د ساعت تیري رویه رااحستې ده چې دا به خطرناکې نتیجې ولري.

د زیارت په ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ غونډه ددې دپاره رابلل شوې وه چې په قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو پځایې کولو منظوري به ورکړي .

خو ددغه غونډې نه یوازې یوه ورځ د مخه په میډیا داسې راپورونه خپاره شول چې د حکومت دائتلافي ګوند جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان اؤ وزیراعظم نوازشریف ترمینځ دشوؤ خبرو نه وروستو حکومت په قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو ځنډولو پریکړه کړې ده.

د زیارت په ورځ چې کله دقامي اسمبلۍ غونډه دسپیکر ایاز صادق په مشرۍ شروع نو د مخالفو سیاسي ګوندونو له لوري فاټا کې داصلاحاتو په ځنډولو سخت احتجاج وکړو .

په قامي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر ښاغلي خورشید شاه په دغه موقعه وویل چې حکومت پخپله ځان د دیوال شاته ساتلی اؤ دخپلو ائتلافیانو په ذریعه فاټا کې د اصلاحاتو د پځایې کیدلو مخالفت کوي.

هغه وویل قبائیلي سیمې هم ددې هیواد برخه ده اؤ کوم قانون چې د ټول هیواد دپاره دی هغه باید د قبائیلو دپاره هم وي خو که په دغه لړ کې څوک د پارلیمان غږ ته غوږ نه شي نیولی اؤ د قبائیلي اولس د مرضۍ پرته پخپله خوښه پریکړې کول غواړي نو بیا دې پارلیمان ختم کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ښاغلي شاه محمود قریشي هم قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو په ځنډولو سخت احتجاج وکړو او وئ ویل چې حکومت ننۍ غونډه هم ددغو اصلاحاتو دپاره رابللې وه خو دا چې اوس یې اتحادیان خبره نه مني نو پکار ده چې لمړی یې خپل اتحادیان په اعتماد کې اخستي وی.

دا مهال د پاکستان د حکومت د دوؤ اتحادي ډلو مشران مولانا فضل الرحمان اؤ محمود خان اڅکزئ پارلیمان څخه قبائیلي سیمو کې په اصلاحاتو متفق نه دي اؤ دریځ لري چې په قبائیلي سیمو کې رامینځته کیدونکی هر بدلون باید د قبائیلي اولس څخه په پوښتنې کولو وشي.

دپاکستان د قبائیلي سیمو څخه غوره اولسي استازي هم په قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو پلوي کوي اؤ د حکومت نه غوښتنه لري چې قبائیلي سیمې باید په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل اؤ د ایف سي ار قانون څخه ازادې کړل شي.

دقامي اسمبلۍ غونډې ته دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزئ پخپله وینا کې وویل کله چې د ډیورنډ کرښه نه وه راښکل شوې نو هم د خیبر ایجنسۍ وجود ؤ اؤ ایف سي ار په قبائیلي سیمه دپاکستان د جوړیدو نه وروستو نافذ کړل شوی دی.

هغه وویل د انګریز اؤ افغان حکومت ترمینځ پریکړه شوې وه چې د تورخم نه تر جمرود سیمه به د دواړو هیوادونو نه وي اؤ نن که د قبائیلو د خوښې نه پرته په هغوئ څه قسمه فیصلې وتپل شوې نو نتیجې به یې خطرناکې وي.

د محمود خان اڅکزئ په دغو خبرو د خیبر ایجنسۍ څخه د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل اپریدي سخت وپاریدلو اؤ پارلیمان کې یې غوغا جوړه کړه .

د قامي اسمبلۍ سپیکر ښاغلي ایاز صادق وویل د قبائیلي سیمو په اړه دښاغلي اڅکزئ نظر دهغه خپل خیال دی خو ددې ترڅنګ نوموړي شاه جي ګل اپریدي ته ګواښ هم وکړو چې باید دې ته یې مجبوره نکړي چې هغه د پارلیمان څخه بهر وباسي.

د پاکستان د سرحدونو د چارو وزیر ښاغلي عبدالقادر بلوچ په دغه موقعه ویلي د فاټا اصلاحات په ۳۶ؤ نکتو مشتمل دي چې هغې کې د ایف سي ار ختمول اؤ خیبر پښتونخوا کې د قبائیلي سیمو ورګډول پسر کې دي.

هغه وویل د وزیراعظم اؤ مولانا فضل الرحمان تر مینځ د شوؤ خبرو غلط مطلب اخستل شوی .

مرکزي وزیر زیاته کړه چې د حکومت ائتلافي ګوندونه د فاټا د اصلاحاتو په ۳۶ نکتو کې یوازې په څو نکتو اختلاف لري اؤ په وزیراعظم نوازشریف دې لړ کې د اتحادي ګوندونو هیڅ اختلاف نشته .

خو له دې یوازې یوه ورځ د مخه دباجوړ ایجنسۍ څخه د واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي ښاغلي شهاب الدین خان وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته ویلي وؤ چې د سرحدي چارو وزیر ورته په فون ویلي چې مولاننا فضل الرحمان فاټا کې د اصلاحاتو نفاذ نه مني نو ځکه حکومت نشي کولی قبائیلي سیمو کې اصلاحات پرځایې کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG