لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ ویلي چمن کې به دخپلو سیمو څخه نه وروستو کیږي


فغان سرحدي ځواکونو پاکستاني پوځ ته ویلي چې د سرشمیرنې څخه دمخه باید د جهانګیر اؤ لقمان کلیو څخه خپل ځواکونه وباسي
فغان سرحدي ځواکونو پاکستاني پوځ ته ویلي چې د سرشمیرنې څخه دمخه باید د جهانګیر اؤ لقمان کلیو څخه خپل ځواکونه وباسي

دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د چمن په پوله پیدا شوي کړکیچ کې دواړه خواوې په پوله ډزبندۍ ته صلاح شوي خو پاکستاني پوځ د متنازعه سیمو څخه د وتلو نه انکار کړی دی.

د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي د شورو په ورځ د دواړو هیوادونو د پوځي ډلو ترمینځ د چمن په پوله غونډه شوې چې پکې روانه میاشت کې د چمن په پوله د پیدا شوي کړکیچ په بیلابیلو اړخونو خبرې شوي دي.

د پوځ په بیان کې ویل شوي په دغه موقعه افغان سرحدي ځواکونو پاکستاني پوځ ته ویلي چې د سرشمیرنې څخه دمخه باید د جهانګیر اؤ لقمان کلیو څخه خپل ځواکونه وباسي .

پوځ وایي د افغان سرحدي ځواکونو دغه غوښتنه یې رد کړې اؤ ورته یې ویلي چې دپاکستان پوځیان پخپله خاوره کې پراته دي اؤ هم په دغه ځایې به وي.

دپاکستان اؤ افغانستان د ځواکونو ترمینځ د چمن په پوله د روانې میاشتې په څلورمه نیټه هاغه مهال سخته نښته شوې وه چې پاکستاني پوځ غوښتل دچمن دپولې ترڅنګ په دوؤ کلیو جهانګیر اؤ لقمان کې د وګړو سرشمیرنه وکړي.

جهانګیر اؤ لقمان کلي د ډیورنډ د کرښې تر څنګ پراته دي اؤ دواړه هیوادونه ددغه خاورې د ملکیت دعوه لري.

ددغو کلیو د ملکیت پسر د دواړو هیوادونو د پوځ ترمینځ شوې نښته کې په لسګونو کسان وژل شوي اؤ مړه شوي وؤ.

وروستو دواړو خواؤ د نقشو په مرسته ددغو کلیو دملکیت د پیژندنې عمل ترسره کړو اؤ خپلو خپلو حکومتونو ته یې راپورونه ورکړي خو تر دې مهاله ددغو راپورونو په اساس دواړو هیوادونو خپلو کې غوڅه خبره نه ده کړې.

ډریورنډ د پآکستان اؤ افغانستان ترمینځ د راښکل شوې ۲۶۴۰ کلو میټره هاغه اوږدې کرښې نوم دی چې افغانستان یې د نړیوال سرحد په توګه دمنلو نه انکار کوي اؤ پاکستان یې افغانستان سره خپله نړیواله پوله ګڼي.

دغه کرښه په کال ۱۸۹۳ کې دبرتانوي هند اؤ دافغانستان دهاغه وخت دامیر عبدالرحمان لخوا د ترسره شوي یو تړون په اساس راښکل شوې وه.

نن هم ددغه کرښې دواړو غاړو ته ګڼې داسې سیمې شته چې دواړه سیمې یې د ملکیت دعوه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG