لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان د پلار غوښتنه: د زوي مقدمې اورونه دې مردان نه اسلام اباد ته منتقل کړی شي


دمشال خان د وژنې وروستو د هغه دوؤ خویندو ته هم زده کړو دپاره تعلیمي ادارو ته په تګ کې ګواښونه پیښ دي
دمشال خان د وژنې وروستو د هغه دوؤ خویندو ته هم زده کړو دپاره تعلیمي ادارو ته په تګ کې ګواښونه پیښ دي

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي طالبعلم مشال خان پلار د سترې محکمې څخه غوښتنه کړې چې دده کورنۍ ته د پیښو امنیتي خطرو له وجې دې دده د زوئ د وژنې مقدمه دې د مردان نه اسلام اباد ته منتقل کړی شی.

سترې محکمې نه دا غوښتنه هم شوې ده چې دمشال خان د وژنې وروستو د هغه دوؤ خویندو ته هم زده کړو دپاره تعلیمي ادارو ته په تګ کې ګواښونه پیښ دي ځکه نو دهغوئ د زده کړو دپاره دې اسلام اباد کې بندوبست وکړل شي.

د مردان پولیس په دغه دوسیه کې د شوي پرمختګ راپور د چهارشنبې په ورځ ستره محکمه کې جمع کړی اؤ ویلي یې دي چې دمشال خان په وژنه کې تورنو ۵۷ کسانو څخه ۵۳ نیول شوي چې پکې په مشال خان ګولۍ چلوونکی هم شامل دی.

ستره محکمه کې د مشال خان د وژنې د دوسیې اوریدنه د چهارشنبې په ورځ دستر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزې څانګې کړې ده .

د دوسیې اوریدنې په مهال د مشال خان پلار محمد اقبال محکمې ته وویل چې په دغه دوسیه کې پولیس اداکاران نیولي خو هدایتکاران تر اوسه ازاد ګرځي.

هغه وویل چې زوئ یې د سحر د ۱۰ بجو نه تر ماسپیښین تر دریوؤ بجو وژل شوی ؤ اؤ په دغه وخت پولیس هم موجود وؤ خو د هغه ژوند یې ونه ژغورلو.

هغه د محکمې څخه غوښتنه وکړه چې د لوڼو امنیت دې یې ونیول شي ځکه چې اوس یې لوڼه د خطرو له امله خپلو زده کړو ته دوام نه شي ورکولی.

ستر قاضي د مشال خان پلار ته وویل چې د هغه د لوڼو حفاظت د ریاست ذمه واري ده اؤ محکمه به دوئ ته انصاف ورکوي.

ستر قاضي وویل د پولیس اؤ پوهنتون د چارواکو په کردار یې هم نظر دی اؤ هر هغه اړخ ته به نظر ګرځوي دمشال خان پلار ته پرې انصاف ترلاسه کیدی شي.

هغه وویل محکمه به دا ګوري چې پولیس په دغه وژنه کې د ککړو کسانو د بچ کولو هڅه خو نه کوي.

مشال خان د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالیزم د څانګې زده کوونکی ؤ چې د روان کال د اپریل په ۱۳مه نیټه ددغه پوهنتون په سوؤنو پاریدلو مظاهرینو د مذهب د سپکاوي په تور په بې دردۍ سره وژلی ؤ.

د هغه د وژنې نه وروستو پلټنونکو ادارو پخپلو راپورونو کې ویلي وؤ چې مشال خان کله هم دمذهب سپکاوی نه ؤ کړی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG