لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ننګرهار په راډیو ،ټیلي ویژن وسله وال برید


یو شمیر وسله وال په جلال اباد ښار کې د ملي راډیو اؤ ټیلي ويژن ودانۍ ته ننوتي اؤ دغلته ډزې روانې دي
یو شمیر وسله وال په جلال اباد ښار کې د ملي راډیو اؤ ټیلي ويژن ودانۍ ته ننوتي اؤ دغلته ډزې روانې دي

دافغانستان دننګرهار ولایت د ملي راډیو اؤ ټیلي ویژن په ودانۍ وسله وال برید شوی چې تر دې مهاله دوام لري خو په دغه برید کې د اوختو زیانونو تفصیل لا مخې ته نه دی راغلی.

د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاني خبریالانو ته ویلي د سحر په لس نیمو بجو یو شمیر وسله وال په جلال اباد ښار کې د ملي راډیو اؤ ټیلي ويژن ودانۍ ته ننوتي اؤ دغلته ډزې روانې دي.

د والي ویاند په دې هکله نور جذئیات نه دي څرګند کړي خو د سیمې څخه ازادو سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي د ودانۍ دننه د چاودنې یو دروند غږ هم اوریدل شوی.

په سمدستي ډول هیڅ یوې وسله والې ډلې ددغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخستی.

سرچینې. وایي د راډیو اؤ ټیلي ويژن د ودانۍ ساحې ته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه رسیدلي اؤ د ودانۍ دننه د ډزو اوازونه اوریدل کیږي.

د ننګرهار د راډیو اؤ ټیلي ویژن وداني په جلال اباد ښار کې د ولایت د مقام سره جوښت موقعیت لري

( ددې خبر نور تفصیلات راروان دي)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG