لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پښتونخوا کې دپنجاب جینکو سندرغاړو دپاره پینځه لکه اؤ پښتون احمد ګل دپاره صرف لس زره روپۍ"


هنر میله کې د پښتونخوا ترهګرۍ ځپلو هنرمندانو ته هغه لږې پیسې هم نه دي ورکړی شوي د کومو چې ورسره ژمنه شوې وه
هنر میله کې د پښتونخوا ترهګرۍ ځپلو هنرمندانو ته هغه لږې پیسې هم نه دي ورکړی شوي د کومو چې ورسره ژمنه شوې وه

دخیبرپښتونخوا هنرمندانو اؤ مطبوعاتو ددغه صوبې دکلتور په محکمه تورونه لګولي چې د کلتور اؤ هنر د ودې دپاره بیلې کړې شوې په میلنونو روپۍ ددغه محکمې چارواکو غبن کړي.

د سه شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په مطبوعاتو کې ددغه محکمې په چارواکو سختې نیوکې شوي اؤ ویل شوي چې دسرکاري خزانې څخه د هنر اؤ کلتور د ودې دپاره بیلې کړی شوې خوا وشا ۱۸ ملینونه روپۍ دکلتور محکمې د چارواکو د نااهلۍ له امله دمصرف کیدو نه پاتې شوي اؤ بیرته قامي خزانې ته تللي دي.

خو د خیبرپښتونخوا د کلتور د محکمې مشر ښاغلي اجمل خان دغه ټول تورونه رد کړي اؤ وایي محکمه کې یې هیڅ قسمه غبن نه دی شوی.

د پيښور یوې سیمه ایزې ورځپاڼې پخپل راپور کې لیکلي چې د کلتور محکمې دپاره په روان کال کې د اتوؤ پرمختیايي پروژو دسرته رسولو په غرض ۴۱ کروړه ۹۲ لکه اؤ ۳۵۰۰۰ روپۍ بیلې کړی شوې وې چې هغې کې تر اوسه دغه محکمې ته ۱۸ کروړه ۸۰ لکه اؤ ۸۲زره روپۍ ورکړی شوي خو دغه محکمې ددغو درنو پیسو څخه یوازې ۵ کروړه ۱۹ لکه اؤ ۵۰ زره روپۍ مصرف کړي دي.

د پیښور یوې بلې ورځپاڼې اخبار خیبر پخپله اداره کې لیکلي چې تیره اوونۍ د سیلګرۍ اؤ کلتور محکمو په ګډه پيښور کې د یو کروړو روپو نه د زیاتو پیسو په لګښت کومه هنر میله جوړه کړې وه هغې کې په لکونو روپۍ ددغه پروګرام راجوړونکو وهلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې په دغه هنر میله کې د پښتونخوا ترهګرۍ ځپلو هنرمندانو ته هغه لږې پیسې هم نه دي ورکړی شوي د کومو چې ورسره ژمنه شوې وه اؤ ددې په مقابله کې د پنجاب نه راغوښتل شوؤ جینکو هنرمندانو ته په لکونو روپۍ ورکړل شوي دي.

همدغه راز دغه ورځپاڼې په صوبايي حکومت نیوکه کړې چې تیرکال یې د پښتو ستر سندرغاړي استاد خیال محمد سره د د پینځوؤ لکو روپو د مرستې اعلان کړی ؤ چې تر اوسه یې دغه معمولي پیسې خیال محمد استاد ته ورنکړی شوې اؤ د هنرمندانو په نوم په لکونو کروړونو روپۍ د کلتور محکمه کې غبن کیږي.

همدغه راز د دوشنبې په ورځ یو شمیر فنکاران د کلتور د محکمې په ضد د احتجاج دپاره پیښور پریس کلب ته ورټول شوي وؤ اؤ هغوئ هم په دغه محکمه تور لګولی چې هنر میله کې یې پښتنو هنرمندانو پسې خندا کړې اؤ دمیلې په نوم په لکونو روپۍ غبن کړی شوي دي.

دمیوزیکل ویلفئیر سوسائټۍ په نوم د یو سازمان مشرانو ظاهرشاه ،راشدعلي اؤ نورو یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي په دغه هنر میله کې داحمد ګل استاد په څیر زوړ اؤ تکړه هنرمند ته خو یوازې لس زره روپۍ ورکړل شوي خو د پنجاب جینکو سندرغاړو اؤ هنرمندانو ته درېوؤ نه تر پینځوؤ لکو روپو پورې معاوضه ورکړل شوې ده.

وائس اف امریکه ډیوه چې کله د خیبر پښتونخوا د کلتور د محکمې د ډائریکټر ښاغلي اجمل خان نه ددغو لګول شوؤ تورونو په هکله پوښتنه وکړه نو هغه وویل هنر میله د کلتور محکمې نه بلکې د سیلګرۍ محکمې راجوړه کړې وه.

هغه وویل داسمه ده چې د کلتور محکمې نه ۱۸میلیونه روپۍ سرکاري خزانې ته واپس تللی دي خو مونږ کوشش کوؤ چې دغه پیسې بیرته راوګرځوؤ.

د ډیوه ددې پوښتنې جواب کې چې ولې تاسو دکلتور د ودې دپاره خپلو جوړ کړل شوؤ پلانونو عملي کولو کې ناکامه شوئ یئ ؟ ښاغلي اجمل خان وویل د کلتور محکمې د هنر اؤ کلتور دپاره ګڼ شمیر ګټور ګامونه اخستي دي اؤ زمونږ په ځینو پروژو کار هم روان دی.

د خیبرپښتونخوا زیاتره فنکاران نیوکې لري چې د ترهګرۍ له امله د هغوئ روزګار ختم شوی یا هم سخت ځپل شوی اؤ حکومت یې سرپرستي نه کوي.

تیرکال د خیبر پښتونخوا صوبې حکومت د ټولې صوبې د ۵۰۰ هنرمندانو اؤ تخلیق کارانو دپاره دیرش زره روپۍ میاشتنۍ وظیفه مقرر کړې وه خو سږکال حکومت دغه پیسې هم په فنکارانو بندې کړي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG